کابل کې د نشه یانو جنازه څوک او څنګه خاورو ته سپاري؟

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د ژمي سړه هوا ګڼ شمېر نشه یان وژني "

په کابل کې د هوا په سړېدو په نشه يي توکو روږدو کسانو مړينه ډېره شوې ده. په دغه ښار کې د پل سوخته سيمه هغه ځای دی چې تر ټولو ډېر نشه يان د نشو د کارولو لپاره پکې راغونډېږي. شمېرې ښيي چې تر دغه پل لاندې هره شپه له دريو تر پنځو روږدي کسان مري خو یوه بله ستونزه د دغو روږودو کسانو د مړو په ښخولو کې ده.

د څو ورځو تر سرګردانیو او له یوه ځایه بل ته له وړلو، راوړلو وروسته زیاتره د ناپېژانده مړو په نوم د کابل په ختيځ کې په یوه هدیره کې خاورو ته سپارل کیږي.

(پل سوخته) د کابل هغه پل دی چې ترې لاندې پر نشو روږدي ډېر کسان هره شپه خپل ژوند ته تېلی وهي، څوک تر نشه کېدو وروسته بېرته په هوښ راشي خو ځينې يې د مرګ په خوب ويده شي.

'ننګرهار کې نشه يي توکي او کارخونې یې ویجاړې شوي'

افغان ځوانانو ولې "ټابلیټ که" نشه يي ګولیو ته مخه کړې؟

Image caption د دغو روږدو کسانو مړي د پوليسو لخوا عدلي طب ته سپارل کیږي.

تر لمر ختلو وړاندې چې هوا هم ډېره سړه وه د دغه پل خوا ته ورغلم. په لسګونو کسان چې مخونه يې لوګیو داسې وهلي وو لکه د سکارو له کانه چې راوتلي وي، له سړو يې زامې لړزېدې او سترګې يې نمجنې وې.

له دوی يې یو هم عبدالقیوم و، چې په یوه څادر کې يې د ژمي سړه شپه تېره کړې وه، ویل يې څه وکړو یخني ده. دی وايي چې په دغه کار کې خامخا مرګ شته او تر پنځوسو ډير کسان يې پخپلو سترګو لیدلي چې مړه شوي دي.

یو بل روږدي کس بیا ویل چې هره شپه تر دغه پل لاندې د یخې هوا له کبله درې-څلور تنه مري:

Image caption راحله کوهستاني: ''که د کابل هغه ځایونه په دقيق ډول وڅارل شي چې دوی ژوند پکې کوي، ښايي د دوی د مړينې شمېر ډېر زیات وي.''

''دوه-درې تنه پرون مړه شول، نن شپه ښايي ډير مړه شوي وي، ځکه چې شپه ډېره سړه وه ''

د دغو روږدو کسانو مړي د پوليسو لخوا عدلي طب ته سپارل کیږي. موږ د عدلي طب مرکز ته د ورتګ لپاره له عامې روغتیا وزارته یو رسمي مکتوب هم تر لاسه کړ، څو ساعته د دې ادارې د دروازې په مخکې په تمه پاتې شوو خو اجازه يې رانه کړه چې دننه ورشو او له مسولانو سره يې خبرې وکړو.

خو وروسته بیا د دې ادارې له یوې ډلې سره د کابل ښاروالۍ په همکارۍ د کابل په ختيځ کې د شهدای صالحین هديرې ته لاړو. په دغه ورځ د روږدو کسانو مړي دلته په یوه ځانګړې ساحه کې خاورو ته سپارل کیدل.

په دې سيمه کې د ناپېژانده کسانو د مړو د ښخولو مسوول غلام سرور ملنګ وايي:

'' په تېره یوه میاشت کې مو تر ديرشو ډېر ښخ کړي دي، څلور تنه نن وو او څلور مو تېره شنبې خاورو ته سپارلي. دا موږ ته د عدلي طب لخوا راسپارل کیږي او موږ يې د ناپېژانده مړو په نوم په دې ساحه کې خاورو ته سپارو ''.

Image caption د کابل ښاروالي وايي، دغه مړي د ناپېژانده مړو په نوم خاورو ته سپارل کیږي او زیاتوي چې له دوی سره د روږدو کسانو د مړينې په هکله کره معلومات نشته

د دغو کسانو په جنازې پسې نه لسګونه موټر وو او نه څوک وير کوونکي، ځکه چې دوی وارث نه لري. د دغو ناپېژانده مړو لپاره د کابل شهدای صالحین هدیرې ته څېرمه یوه ځانګړې ساحه ټاکل شوې. د دغو ناپېژانده مړو د قبرونو پر هره ولاړه شناخته یوه شمېره لیکل کیږي، د څه لپاره؟ د عدلي طب د ادارې یو کارکوونکی محمد احسان ځواب راکوي:

'' په همدغو شميرو موږ په کمپيوټر کې د دغو مړو عکسونه لرو. که د چا څښتن پېدا شو نو هغه راځي او د خپل مړي جنازه له ځانه سره وړي''.

ښاغلی احسان چې د دغو څلورو جنازو پر وروستي قبر ۸۰۰ شمېره ولیکله نو ویل يې چې د روان کال د وري میاشتې راهيسې په دغه هدیره کې همدومره مړي خاورو ته سپارل شوي دي.

د کابل ښاروالي وايي، دغه مړي د ناپېژانده مړو په نوم خاورو ته سپارل کیږي او زیاتوي چې له دوی سره د روږدو کسانو د مړينې په هکله کره معلومات نشته خو وايي د ژمي له پېل راهيسې تر اوسه هره ورځ د روږدو کسانو له دريو تر پنځو مړي عدلي طب ته سپارل کیږي.

د ښاروالۍ د کلتوري خدمتونو مشره راحله کوهستاني:

''تېرکال ژمی ډېر روږدي کسان مړه شول. دا سږ کال هم هره ورځ درې، څلور تنه روږدي کسان مري. که د کابل هغه ځایونه په دقيق ډول وڅارل شي چې دوی ژوند پکې کوي، ښايي د دوی د مړينې شمېر ډېر زیات وي. موږ د دوی د مړينې په اړه کره معلومات نه لرو، ځکه چې موږ ته مکتوب راځي چې دا د یوه ناپېژانده کس مړی دی''.

د عامې روغتیا وزارت هم مني چې سږکال د روږدو کسانو شمېر او هم د دوی مړينه زیاته شوې ده. د دغه وزارت په نشه يي توکو د روږدېدو د مخنيوي پروګرام مرستیال شاه پور یوسف د روږدو کسانو د مړينې د لاملونو په اړه وايي، چې ډېره یخني، د نشه يي توکو ډېره او څو ډوله کارونه د دوی د مړينې سبب کیږي.

ښاغلی یوسف په افغانستان کې د روږدو کسانو د شمېر په اړه وايي، چې له ۲٫۹ نه تر ۳٫۵ میلیون کسه مستقيم او یا غير مستقیم له نشيي توکو سره مخ دي. دی وايي له دغه شمېره يې شاوخوا یو میلیون تنه پر تریاکو روږدي دي.

دغه ځوانان- چې نه يې نوم چا ته معلوم شو او نه يې وارث و- په بې کسۍ کې خاورو ته وسپارل شول. ښايي اوس هم څوک د دوی د راتګ په تمه وي او عادي ژوند ته د دوی د بېرته راګرځېدو په فکرونو کې ډوب وي خو یوه ورځ ښايي خبر شي چې دوی له دې نړۍ کوچېدلي دي.

"د تخار ناامنیو او مخدره توکو قاچاق تر شا دولتي چارواکي دي"

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
'نشه یي توکو سره مبارزه له ننګونو ډکه ده، خو روانه به وي'

اړونده مطالب

ورته مطالب