د ژمي سړه هوا ګڼ شمېر نشه یان وژني "
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د نشه یانو بې نومه قبرونه

افغان چارواکي وايي په کابل کې د ژمي له پیل راهیسې هره شپه تر دریو په نشه روږدي کسان مري. دوی وايي دا شمېر د هوا له سړېدو سره لا په ډېرېدو دی.

د کابل په لویدیځه څنډه کې د میرویس میدان د پول سوخته لاندې تر ټولو ډېر هغه کسان دېره وي چې نشه کوي

د دغو نشه یانو خښول یوه بله ستونزه ده. ډېری يې د ناپېژانده مړو په نوم د کابل په ختيځ کې په یوه هدیره کې خاورو ته سپارل کېږي.

زموږ همکار اولیا اطرافي یې ژوند له نژدې لیدلی او په حال مو یې خبروي