د اونۍ بحث: د افغانستان پر ثبات د روسیې شپږ اړخیزې ناستې اغېزه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اونۍ بحث: د افغانستان پر ثبات د روسیې شپږ اړخیزې ناستې اغېزې

مسکو کې د افغانستان په اړه شپږ اړخیزه ناسته وشوه. د چین، روسیې، پاکستان، ایران، هند او افغانستان استازي د افغانستان پر امنیت او سیمه اییز ثبات وغږېدل.

له افغانستانه د پخوانۍ شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو 28 کاله وروسته اوس هم په افغانستان کې د روسیې د حضور د پیاوړتیا نښې نښانې تر سترګو کېږي.

روسیه نه یوازې له افغان حکومت سره اړیکو ټینګولو ته لېواله ده، بلکې له طالبانو سره یې د اړیکو رپوټونه هم شته.

نو روسیه په افغانستان کې کومې موخې لري؟ پر همدې موضوع سپین تڼی له دې مېلمنو سره غږېدلی دی.

د سولې عالي شورا غړی قاضي محمد امین وقاد، د دموکراتو حقوق پوهانو د ټولنې مشر کبیر رنجبر او د سیاسي چارو کارپوه انتظار خادم.