پاکستان له افغانستان د ۷۶ "ترهګرو" د سپارلو غوښتنه وکړه

  • 17 فبروري 2017 - 29 سلواغه 1395
د انځور حقوق AFP
Image caption دا لومړی ځل دی چې د شکایت لپاره افغان چارواکي د پوځ مرکز ته ور بلل کېږي.

د پاکستان پوځ وايي، چې په اسلام اباد کې یې د افغان سفارت چارواکي ور بللي او په افغانستان کې د "ترهګرو " پرضد د سملاسي عملیاتو غوښتنه ترې کړې ده.

د پوځ د عامه اړیکو مشر تورنجنرال اصف غفور د جمعې په ورځ په یوه ټوېټ کې لیکلي، چې افغان چارواکو ته یې د داسې ۷۶ "ترهګرو" نوملړ ور کړی، چې په افغانستان کې استوګن دي.

د نوموړي په خبره، افغان چارواکو ته یې دا هم ویلي، چې د دغو "ترهګرو" پرضد عملیات وکړي او پاکستان ته یې وسپاري.

* پاکستان د تورخم په ګډون له افغانستان سره د خپلو پولو تړلو اعلان کړی

* پېښور او مومندو ایجنسۍ ځانمرګي بریدونو کې شپږ کسان وژل شوي

* د پاکستان ولسمشر: نور خلک زموږ او افغانستان ترمنځ اړیکي خرابوي

دا لومړی ځل دی چې د پاکستان د پوځ عمومي مرکز ته د شکایت لپاره افغان چارواکي ور بلل کېږي، ځکه له دې مخکې دا کار د پاکستان د کورنیو چارو وزارت کاوه.

دا ګام له هغه وروسته دی چې د جمعې په شپه د سیند ایالت د سیهون ولسوالۍ په لال شهباز قلندر زیارت کې د چاودنې له امله له کسان ووژل شول.

اسلامي دولت یا د داعش په نوم ډله وايي، دا برید یې کړی دی.

په سیند کې درې ورځې ملي ماتم

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د لال شهباز قلندر زیارت کې د ځانمرګي برید له امله ۷۶ کسان وژل شوي او تر ۲۵۰ نور ټپیان دي.

په لال شهباز قلندر زیارت کې له چاودنې وروسته په سیند ایالت کې درې ورځې ماتم اعلان شوی، په پښتونخوا او پنجاب کې هم یوه ورځ ویر کېږي.

په لال شهباز قلندر زیارت کې د چاودنې له امله، ۴۳ سړي، ۲۳ ښځې او لس ماشومان وژل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي، چې د ۶۵ کسانو مړي یې د دوی کورنیو ته سپارلي دي.

* اشرف غني: د وروستیو بریدونو عاملان پاکستان کې دي

* افغانستان او پاکستان ته به د ټرمپ تګلاره څنګه وي؟

* پاکستان د ممبۍ خونړیو بریدونو مشکوک طراح کور کې نظر بند کړ

په دې پېښه کې له ۲۵۰ ډېر کسان ټپي شوي، چې د ۴۰ حالت نازک ښودل شوی دی.

د پاکستان لومړي وزیر دا برید غندلی او ویلي یې دي چې عاملانو ته به یې سخته سزه ور کړي.

له افغانستان سره د تګ راتګ لارې تړل

د انځور حقوق Alamy
Image caption په لال شهباز قلندر زیارت کې په داسې مهال ځانمرګی شوی، چې ډېر خلک راټول و.

په زیارت کې د جمعې شپې له برید وروسته د پاکستان پوځ له دغې پېښې وروسته وویل، چې له افغانستان سره یې د تګ راتګ ټولې دروازې تر ناڅرګند وخت پورې وتړلې.

پوځ وايي، دا پرېکړه یې د امنیتي اندېښنو له امله کړې ده.

د پاکستان دولتي تلوېزون هم وايي، چې له تورخم وروسته چمن لار هم تړل شوې او له دې حکم د سرغړوونکو کسانو د وژلو امر شوی دی.

په پاکستان کې په تېرو څو ورځو کې ترهګریزې پېښې زیاتې شوې، چې له امله یې تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

په دې کې د ډېرو بریدونو مسوولیت له پاکستاني طالبانو غورځنګ بېلې شوې ډلې جماعت الاحرار په غاړه اخیستی دی.

د پاکستان ولسي او پوځي چارواکي وايي، چې دا بریدونه هغو وسلوالو کړي چې په افغانستان کې خوندي پټنځي لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت مرستیال ور بللی و او د هغه څه له امله یې سخته اندېښنه ورته ښودلې وه، چې دوی یې له افغان خاورې په پاکستان کې د بریدونو ترسره کول بولي.

دغه وزارت په خپره کړې بیانیه کې ویلي، له افغان چارواکو یې وغوښتل چې په افغانستان کې دې د "ترهګرو"، د هغوی د پټنځیو، مرستندویانو او اسانتیا برابروونکو پرضد سملاسي ګامونه پورته کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان له تورخم وروسته چمن لار هم تړلې ده.

د افغان حکومت غبرګون

د ارګ له خوا خپره شوې بیانیه کې افغان ولسمشر اشرف غني په لال شهباز قلندر زیارت کې برید غندلی دی.

په دغه بیانیه کې د ولسمشر غني له خولې راغلي "تروریستانو یو ځل بیا ثابته کړه چې په اسلامي او انساني ارزښتونو باور نه لري ".

ولسمشر غني ترهګر د ټولو هېوادونو ګډون دښمن بللي او هیله یې ښودلې چې پر ضد یې رښتونې مبارزه وشي.

د ملګرو متلونو سرمنشي او د نړۍ د نورو هېوادونو مشرانو هم په سیند ایالت کې دغه برید غندلی دی.

ورته مطالب