سالنګ لویه لار د واورې له امله بیا وتړل شوه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د واورې ترڅنګ په سالنګ کې توپان هم لګېدلی دی.

د سالنګ لویې لارې د څار او ساتنې مشر جنرال رجب وايي، په سالنګ کې د نږدې اتیا سانتي متره واورې ورېدلو له امله دا لار د ترافیکو پر مخ بیا تړل شوې ده.

نوموړي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، چې د هواپوهنې اټکل ته په پام ممکن تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو پورې دا لار بنده وي:

"له دوو دریو ورځو راهیسې په سالنګ کې واوره ده، په لومړیو کې واوره کمه وه، له پرون مازیګر راهیسې واوره ډېره شوې ده او توپان هم ور سره پیدا شوی دی".

* د عکسونو البوم: کابل کې د واورې انځورونه

* بامیان کې سکي ته لا واوره کمه خو مینه ډېره ده

* واورې ښوییدنې په بدخشان کې ۱۸ کسان وژلي

نوموړي دا هم وویل، چې له واورې سره هم مهاله د سالنګ شمالي اړخ ته سخت توپان هم الوتی او تر دریو څلورو مترو لرې شی نه لیدل کېږي.

د جنرال رجب په خبره، اوسنۍ واوره له پخوانۍ سره توپیر لري، ځکه د واورې ښویېدلو امکان ډېر دی.

"لنده یا اوبلنه واوره ده، چې له امله یې د زړې واورې ښویېولو امکان هم شته، کله چې واوره کمه شي، وضعیت سم شي او د واورې ښویېدلو امکان ورک شي، نو لار به بېرته پرانیزو".

نوموړي دا هم وویل، چې په اوسنۍ واوره کې د سر او مال زیان نشته، درې لارۍ له سالنګ سره ایسارې دي، خو موټروانان او کلینډران یې د لارې څارونکو کسانو سره خوندي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تېر کلونه په سالنګ کې د واورې له امله خلکو ته د مرګ ژوبلې رپوټونه خپرېدل، خو په سږنۍ واوره کې د مرګ ژوبلې رپوټ نشته.

د روانې میاشتې په لومړیو کې هم په سالنګ کې تر یو نیم متر واوره ورېدلې وه، چې له امله یې څو ورځې دا لار د ترافیکو پر مخ تړلې وه.

نږدې درې کیلومتره اوږد سالنګ تونل له سمندر ۳۹۵۰ متره لوړ د هندوکش غرونو د لړۍ په منځنۍ برخه کې پروت دی او د افغانستان شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل او نورو ولایتونو سره تړي.

اړونده مطالب