داعش غواړي د سزا ورکولو د ویډیو په خپرولو "عامو خلکو ته تشویش" پیدا کړي

داعش د انځور حقوق iS
Image caption د داعش ډلې له خوا خپره شوې ویډیو کې د غلا په تور د یوه ځوان لاس پرې کېږي.

د اسلامي دولت یا داعش نومې ډلې له خوا په خپرو شوو ویډیوګانو د غبرګون ښودلو په توګه د ننګرهار والي ګلاب منګل بي بي سي ته وویل د داسې صحنو په خپرولو داعش ډله غواړي "عامو خلکو ته تشویش " پیدا کړي.

د ښاغلي منګل په وینا داعش د داسې ویډیوګانو په خپرولو غواړي خپل ضعف پټ کړي.

وروستیو کې داعش ډلې پورې تړلو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د غلا په تور د یوه ځوان لاس پرې کوي او د کوکنارو کښت له مینځه وړي.

په دغې ویډیو کې چې پر ټولنیزو رسنیو د کاروونکو ترمنځ شریکه شوې ښودل کېږي یو شمېر کسان د کوکنارو د کروندو په اړولو بوخت دي خو دا څرګنده نه ده چې څومره کوکنار اړول کېږي.

"تېر یوه کال کې د داعش دوه زره وسله وال وژل شوي"

قبایلي سیمو کې د داعش نویو ګواښونو خلک اندېښمن کړي

داعش ډلې د سترې محکمې د برید پړه ومنله

په ویډیو کې دا هم ښودل کېږي چې یو شمېر ماشومان د دغې ډلې له خوا جذب شوي. دغو ماشومانو ته "اسلامي زدکړې" ورکړل شوي او د وسلو د کارولو طریقه هم ور زده کوي.

افغانستان کې د داعش ډلې له خوا د داسې انځورونو خپرول کمسارې پېښه ده.

د یکشنبې پر ورځ (کب لومړۍ نېټه) د ننګرهار ولایت یو شمېر مشرانو د حکومت له اجراییه مشر عبدالله عبدالله سره په کتنه کې له هغه وغوښتل چې ختیځو ولایتونو کې دې د امنیت ټینګولو ته پام واړوي او د داعش ډلې مخه دې ونیسي.

د انځور حقوق CEO
Image caption د ننګرهار ولایت مشرانو له اجراییه مشر عبدالله وغوښتل د دوی ولایت امن کړي.

دغو خلکو چې د داعش ډلې له کړنو یې سر ټکاوه ښاغلي عبدالله ته وویل، چې د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې د دغې ډلې برید چې شپږ سرتېري یې پکې ووژل او یو یې ټپي کړ، دوی اندېښمن کړي.

داعش کلابند کړي برتانوي ولې ځان وواژه؟

-داعش پاکستان څخه ځوانان افغانستان ته لېږي-

اجراییه مشر که څه هم راتلونکی لمریز کال له ننګونو ډک وباله خو د ننګرهار له خلکو سره یې ژمنه وکړه چې دولت به د داعش ډلې د ځپلو لپاره جدي اقدام وکړي.

داعش ډله ننګرهار ولایت کې د ډیورند پر کرښه پرتو ولسوالیو کې ورځ تر بلې خپل فعالیتونه پراخوي.

د دغې ډلې راډیو چې یوه موده ختیځو ولایتونو کې فعاله وه د افغان ځواکونو له خوا مینځه یوړل شوه.

اړونده مطالب