افغانستان پاکستان ته د ۸۵' ترهګرو' نوملړ ورکړی

د افغانستان او پاکستان بیرغونه د انځور حقوق EPA
Image caption د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ۳۲ ترهګریزو مرکزونو نوملړ د پاکستان حکومت ته سپارلی

د افغانستان حکومت وایي؛ د ترهګریزو روزنو ۳۲ مرکزونو نوملړ یې اسلام اباد ته سپارلی چې د پاکستان په خاوره کې دي او د افغانستان پرضد فعالیت کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي؛ دا لست نن (حوت/کب ۲مه) په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر پاکستاني چارواکو ته سپارلی او له هغوی یې غوښتي چې ددغو مرکزونو پروړاندې ګام پورته کړي.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دغه لیک کې د طالبانو رهبرۍ شورا او د حقاني شبکې په ګډون د نورو ترهګرو ډلو د ۸۵ غړو نومونه هم په ګوته شوي چې د بهرنیو چارو وزارت په وینا؛ د افغانستان د خلکو پروړاندې د جنایتونو مسوول دي او له اسلام اباد نه غوښتل شوي چې هغوی ونیسي او کابل ته یې وسپاري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي؛ ددغو لستونو پروړاندې د پاکستاني چارواکو غبرګون "مثبت" و او "هیله من یو چې په تړاو یې عملي ګامونه پورته شي." د افغانستان حکومت تردې وړاندې څو ځلې دا ډول لستونه د پاکستان ته ورکړي دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي هیله لري چې د پاکستان له حکومت سره په ګډه په ځانګړې توګه د همغږۍ څلور اړخیزې ډلې په چوکاټ کې د دواړو لوریو د لستونو او اندېښنونو په اړه بحث وکړي او په مسوولانه ډول ګام پورته کړي.

د افغانستان حکومت خبرداری ورکړی که د افغانستان د خلکو پروړاندې تاوتریخوالی دوام ومومي، نو دوی به د ملګرو ملتونو له لارې "پر ټولو ترهګریزو ډلو او د هغوی پر ملاتړو" د لا ډېرو تعذیراتو هڅه وکړي.

+ ننګرهار کې سلګونو کسانو د پاکستان توغندیز بریدونه وغندل

+ 'افغان حکومت کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی'

د افغانستان حکومتي سرچینو بي بي سي ته وویل؛ کابل ددغو ترهګریزو روزنو د مرکزونو او ترهګرو ادرسونه او نقشې هم اسلام اباد ته سپارلي چې د پاکستان په درېیو ایالتونو بلوچستان، خیبر پښتونخوا او سند کې دي.

ددغو سرچینو په وینا؛ افغانستان پاکستان ته ویلي که ددغو "ترهګرو" او روزنیزو مرکزونو پروړاندې ګام پورته کړي نو ددې په بدل کې به افغانستان د هغو ترهګرو پروړاندې عملیات پیلوي چې اسلام اباد یې لست کابل ته سپارلی او وایي په په کونړ او ننګرهار کې دي.

د پاکستان په سند ایالت کې تر ځانمرګي برید وروسته، د پاکستان پوځي چارواکو له افغانستان ته غوښتي ترڅو "په دغه هېواد کې پټ شوي ۷۵ ترهګر" اسلام اباد ته وسپاري.

پاکستان له څلورو ورځو راهیسې له افغانستان سره خپلې پولې تړلې دي او دې سره په افغانستان کې د خلکو کسب او کار هم اغېزمن شوی.

وروسته له هغه چې یوه ځانمرګي بریدګر د یوه مسلمان صوفي په زیارت کې لږ ترلږه ۷۰ کسان ووژل، د دواړو هېوادونو ترمنځ ترېنګلتیا ډېره شوې ده.

که څه هم د اسلامي دولت یا داعش نومې ډلې ددې چاودنې مسوولیت پر غاړه واخیست، خو پاکستان وایي ددې برید عاملان په افغانستان کې پټ شوي دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب