افغان امنیتي ځواکونو د جنرال دوستم کور او دفتر کلابند کړي

دوستم خپل دفتر کې د انځور حقوق Enayatullah Babur Farahmand
Image caption ښاغلی دوستم پرون له غرمې وروسته خپل دفتر ته لاړ

د کابل ګارنیزیون او د پوځ سرتېري له تېرې شپې راهیسې د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم د کور شاوخوا ځای پرځای شوي دي.

د کابل په شېرپور سیمه کې د ښاغلي دوستم کور ته ډېرې غځېدلې لارې د خلکو او موټرو پرمخ تړل شوي او په سیمه کې د پولیسو سرتېري هم لیدل کېږي.

په کم شمېر ټانکونه هم د ولسمشر لومړي مرستیال د کور، د هغه د دفتر او لوړپوړو سلاکارانو د کورونو شاوخوا ولاړ دي. دوه ټانکونه د صدارت ماڼۍ مخې ته لیدل کېږي چې د ښاغلي دوستم دفتر دی.

د کابل پولیسو یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي چې دغه تدابیر لومړي مرستیال پورې تړاو نه لري او نه دوی ته د جنرال دوستم د ساتونکو د نیولو امر شوی دی. سرچینه وايي د امنیت په موخه دغه ډول تدابیر د دوی د کړنو یوه برخه ده او ژر به ټول ځواکونه له دغې سیمې ووځي.

دا داسې مهال رامنځته کېږي چې ښاغلی دوستم تر نژدې درېیو میاشتو وروسته تېره ورځ شاوخوا ۴ بجې له خپلو لسګونو ساتونکو سره چې یو شمېر یې په راکټونو، پیکا او نورو وسلو سمبال و، خپل دفتر ته لاړ.

+ جنرال دوستم له مياشتو وروسته خپل دفتر ته ستون شو

ښاغلی دوستم د هغه او ولسمشر محمد اشرف غني ترمنځ د نظر اختلاف ډېرېدو وروسته د افغانستان دولت د رهبرۍ په ناستو او خپل دفتر ته له ورتګه ډډه کړې وه. وروسته د افغانستان شمالي ولایتونو ته لاړ چې د هغه د ویندویانو په وینا د امنیت له تامین او د اورپکو پروړاندې د خلکو ترمنځ همغږۍ راوستو سره مرسته وکړي.

د همدې سفر پرمهال و چې نوموړی د احمد ایشچي په جنسي ځورونې او تښتونې تورن شو. د ښاغلی دوستم قضیه لا هم پرانستې ده.

د انځور حقوق Enayatullah Babur Farahmand
Image caption ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوې دولتي سرچینې خپل کاري دفتر ته له دومره امنیتي ترتیباتو سره د دوستم د تېرې ورځې ورتګ "ناقانونه" وباله

دولتي سرچینو بي بي سي ته ویلي چې پلازمېنې په زړه کې خپل کاري دفتر ته له دومره امنیتي ترتیباتو سره د دوستم د تېرې ورځې ورتګ "ناقانونه" و.

سرچینې وویل؛ د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچي د ادعا په تړاو د اوسمهال لپاره د ولسمشر لومړي مرستیال او یا حتی د هغه د ساتونکو نیولو کوم پلان نشته، خو د دواړو لوریو لخوا د قدرت ښوول د کابل ښاریانو ته په لوی سرخوږي او د ترافیکو ګڼې ګونې بدل شوی.

ښاغلی دوستم داسې مهال پرون خپل دفتر ته ستون شو چې د افغانستان لویې څارنوالۍ د ایشچي قضیې په تړاو د هغه د نهو ساتونکو امر کړی، خو په دې اړه لا عملي ګام نه دی پورته شوی.

د ولسمشر لومړي مرستیال ویندویانو دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې دا ښاغلي دوستم پروړاندې سیاسي توطیه ده.

تحلیل - هارون نجفي زاده

امنیتي ځواکونه د دوستم استوګنځي مخ کې ځای پرځای شوي او هېڅ موټر ته د تلو راتلو اجازه نه ورکوي، وايي "تیارسئ" په حالت کې دي.

ځانګړي افغان پولیس، پوځي پولیس، پوځ، د ملي امنیت ځواکونه او د ګارنیزیون چوکاټ کې د چټک غبرګون ځواکونه د ولسمشرۍ د لومړي لانجمن مرستیال عبدالرشید دوستم د کور کلابندولو دنده لري.

دغه تیارسئ حالت له تېرې شپې راهیسې پیل شوی چې تېره شپه نهه بجې ډېر سخت شو او تر اوسه دوام لري. په دې اړه هېڅ دولتي چارواکي په زغره له خبرو کولو ډډه کړې ده.

کله چې جنرال دوستم تېره ورځ د سلګونو کسانو له یوه پوځي کاروان سره د ولسمشرۍ د لومړي مرستیال دفتر ته ولاړ، افغان دولت یې ظاهراً لانجې ته کش کړ.

نوموړی له خپل پخواني سیال احمد ایشچي سره پر ناوړه کړنې او جنسي تېري تورن شوی چې تر اوسه د لویې څارنوالۍ له خوا درې ځلې جلب وراستول شوی، خو همکارۍ کولو ته نه دی حاضر شوی.

ځینو سرچینو بي بي سي ته وویل، ولسمشر غني له دوستم غوښتي وو تر هغو دې دفتر ته نه ځي، چې د ایشچي اړوند دوسیې په اړه پرېکړه شوې نه وي، خو جنرال دوستم ظاهراً دا غوښتنه نه ده منلې.

زموږ سرچینه دا هم وايي، د ایشچي دوسیه کې د دوستم نه همکاري، په جنسي تېري د هغه د تورنو ساتونکو دفاع او کابل ښار کې د سپکو او درنو وسلو لېږدول ددې لامل شوي چې دولت هغه کلابند کړي.

ورته مطالب