انټي بیوټیک درمل؛ که لوی ناورین؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption انټي بیوټیکونه چی د انتي بکتیریل په نوم هم پیژندل کیږي هغه درمل دي چی بکتریا وژني، وده ورکوي او یا یې هم د تکثر مخنیوی کوي.

یو شمېر کارپوهانو په افغانستان کې د انټي بیوټیک داروګانو پر بېځایه کارونې اندېښنه ښودلې او وايي چې دا کېدای شي په درملنه کې جدي ستونزې رامنځ ته کړې.

افغانستان ته هرکال د لسګونه میلیونو ډالرو په ارزښت د انټي بیوټیک درمل واردیږي.

د انتي بایوټیک درملو ناوړه کارونې د نړۍ په کچه د روغتیا په برخه کې د لوی ناورین وېره خپره کړې ده.

د افغانستان روغتیا وزارت وايي ددغسې ستونزو د مخنیوي لپاره یي اوس د یوې طبي شورا په جوړولو کار کار پیل کړی دی.

په افغانستان کې انټي بیوټیک دواوې ولې ډېرې او بېځایه کارول کیږي. په کابل کې زموږ همکار عبیدالله حسام یي په اړه رپوټ چمتو کړی.

د انټي بیوټیک گټې او زيانونه

د انټي بیوټیکونو د قیامت مخنیوی به څنګه کوو؟

د کابل اوسېدونکی محمدا جان ترخیل مې هغه مهال وموند چې پنځه میاشتینی ناروغ ماشوم یې ډاکټر ته د درملنې لپاره راوستی و. په لاس کې یې درې کڅوړې وې چې د څو ډوله انټي بیوټیکو او ستنو په ګډون بېلابېل درمل پکې و.

Image caption د پنځه میاشتیني ناروغ ماشوم پلار محمدا جان تره خیل وايي، په درې ورځو کې یې خپل ماشوم درو ډاکټرانو ته بېولی

ګومان مې وکړ چې دا ټولې دواوې به ښايي دده د کور د څو نورو غړو لپاره ورکړل شوې وي، په حیرانۍ یې وویل، نه، دا یې یوازې د خپل پنځه میاشتیني ماشوم لپاره اخیستې دي.

ښاغلي ترخیل ویل، په درې ورځو کې یې خپل ماشوم درو ډاکټرانو ته بېولی:

"ماشوم مې د پنځه و میاشتو دی، داخله ډاکټر چې وکوت ویل دا ګوشت او ګلو ډاکټر ته یوسه، د ستوني او غوږ ډاکټر راته ویل بل ته یې بوځه، هغه راته بیا بل وښود، هغه ډاکټر بیا داسې دوا راکړه چې ماشوم لا ډېر نارامه شو، تر سهاره سترګې پټې نه کړې. دا به موږ چاسره سپینه وکړو چاسره باندې عریضه وکړو چې په افغانستان کې یې بېګاه زما د پنځه میاشتو ماشوم ته ۱۰۰۰ ملي ستن ورکړل شوې. وروستي ډاکټر راته وویل، چې دا ماشوم دی، ولې یې دومره زوروره ستن ورکړې؟"

په افغانستان کې ښايي ډېر کم داسې کسان وموندل شي چې، انټي بیوټیک درمل یې نه وي خوړلي.

د افغانستان د طبي محصولاتو ملي ادارې مشر نور شاه کامه وال وايي تېر یوه کال کې نژدې ۴۴ میلیونه ډالرو په ارزښت یوازې انتي بایوتیک درمل افغانستان ته وارد شوي:

"نظر په فعلي وضعیت د صحت او نظر په فعلي حالت د اقتصادي دا کیدای شي هغه رقم وي چې ضرورت ورته شته، خو په اینده کې چې پخیر سره اقتصاد ښه کیږي او د خلکو د تعلیم کچه لوړیږي او د خلکو په صحت کې نور هم بهبود راځي، نو ددې ډول دوا کارونه به کرار په کرار راکمیږي".

'زه له اوبو سره حساسیت لرم'

ویل کیږي چې افغانستان ته په قاچاقي توګه هم یو شمېر درمل راوړل کیږي، دا مالومه نه ده چې له دې لارو به څومره انټي بیوټیک راوړل شوي وي.

انټي بیوټیک څه ډول درمل دي؟

Image caption ډاکټر محب الله زغم وايي: "هر انټي بیوټیک ددې ترڅنګ چې مکروبونه وژني، له بله پلوه وژونکي جانبي عوارض هم لري. کیدای شي بختورګي له منځه یوسي، د غوږو د اورېدو قوه له منځه وړي، په سترګو او په زړه بد اغېز وکړي او همدا ډول ینې هم له ستونزو سره مخ کړي".

انټي بیوټیک چې د انټي بکټیریل په نوم هم پیژندل کیږي هغه درمل دي چی بکتریا وژني، وده ورکوي او یا یې هم د تکثر مخنیوی کوي.

انټي بیوټیکونه د هغوناروغیو لپاره کارول کېږي چې د بکتریا په واسطه پیدا شوي وي او د هغوناروغېولپاره ګټور نه دي چی د ویروس، فنګس اویا بل پرازیت له امله رامنځته شوي وي.

د انټي بیوټیک ډېر پلور

د کابل د درملو سوداګریز مرکز کې دوا پلورونکی شیر احمد رحمانزی مې وپوښت، کوم درمل ډېر پلوري، ګوته یې د انتي بایوتیک درملو ته ونیوله:

"انټي بیوټیک په افغانستان کې په پراخه پیمانه استعمالیږي، حتی په ځینو ویروسي واقعاتو لپاره هم کارول کیږي. "

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان روغتیا وزارت اوس په دې کار کوي چې د داروګانو سم استعمال لپاره یوه طبي شورا جوړه کړي.

په افغانستان کې انټي بیوټیک درمل ولې ډېر کارول کیږي؟

ډاکټر اجمل الکوزی وايي: "لومړۍ ستونزه د ځینو ډاکټرانو یا صحي کارکونکو د پوهې کموالی دی، دوی د یو انتي بایوتیکو پرځای درې څلور ډوله تجویزوي، په دې فکر کې وي چې که یو یې تاثیر ونه کړي دویم ډول به یې اغېز ولري. بله ستونزه داده چې اکثره درملتونونه یا زموږ د ډاکټر صاحبانو خپلې وي یا ورسره رابطه لري، ددې لپاره چې دوی ډېرې پیسې ترلاسه کړې وي، دوی انتي بایوتیک تجویزوي. "

ډاکټر الکوزی زیاتوي، یو شمېر ډاکټران ویروسي ناروغیو ته لکه، ریزش، ستوني درد، عادي اسهال او سردرد لپاره هم انتیبایتیک ورکوي، په داسې حال کې چې دده په وینا، دا درمل یوازې د بېکټریا له کبله پېښو شوو ناروغیو لپاره دي، نه د ویروسي.

د محمداجان ترخیل پنځه میاشتني ناروغ ماشوم لپاره ورکړل شویودرملو انځورونه مې واخیستل او ډاکټرمحب الله زغم ته مې وښودل، هغه هم ډاکټر او هم د ناروغ پلار پړ ګڼل:

"د ناروغ کورنۍ دې ته نه ګوري چې یوه یا دوه شپې صبر وکړي چې دوا اغېز مالوم شي. چې یوه شپه دوا وخوري او ښه نه شي، سبا بل ډاکټر ته ورځي، په داسې حال کې چې دوا خپل موده لري، له بلې خوا ځینې ډاکټران ګرم دي، دې ته نه ګوري چې تر دوی مخکیني ډاکټر مریض ته کومې دواوې ورکړي، ایا دغه دوا په کافي وخت کې خوړل شوې او که نه".

د انټي بیوټیکو کارونه ۴۰ سلنه زیاته شوې

Image caption د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح وایي، طبی شورا به هڅه کوي د ډاکټر او ناروغ ستونزې حل کړي

د انټي بیوټیک ګټې او تاوانونه څه دي؟

ډاکټر محب الله زغم وايي: "هر انټي بیوټیک ددې ترڅنګ چې مکروبونه وژني، له بله پلوه وژونکي جانبي عوارض هم لري. کیدای شي بختورګي له منځه یوسي، د غوږو د اورېدو قوه له منځه وړي، په سترګو او په زړه بد اغېز وکړي او همدا ډول ینې هم له ستونزو سره مخ کړي".

د درملو څار او مخنیوی

د افغانستان روغتیا وزارت اوس په دې کار کوي چې د داروګانو سم استعمال لپاره یوه طبي شورا جوړه کړي.

ددې وزارت ویاند وحید مجروح وایي، دا شورا به هڅه کوي چې د ناروغ او ډاکټر ستونزې هوارې کړي.

"دا طبي شورا به یو بې طرفه دریم لاس وي چې د ډاکټر او مریض ستونزې به قضاوت کوي".

د انټي بیوټیک له امله نړیوال ناورین

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان روغتیا وزارت اوس په دې کار کوي چې د داروګانو سم استعمال لپاره یوه طبي شورا جوړه کړي.

شمېرنې ښيي چې په ورستیو کلونو کې د انتي بایوتیک درملو ناوړه کارونه هر کال د نړۍ په کچه د سلګونو زره کسانو د مړینې لامل کیږي.

دا چې په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د څېړنو دقیق سیستم نشته، مالومه نه ده چې څومره کسان به په مشخص ډول د انټي بیوټیک د بېځایه کارونې او ددغو داروګانو په وړاندې د مکروبونو د مقاومت له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دې چارې په افغانستان کې د یو شمېر ډاکټرانو او خلکو اندېښنې زیاتې کړي دي.

د روغتیايي څانګې پوهان وايي، تر هغې چې د افغانستان روغتیا وزارت په دې برخه کې د ډاکټرانو او عامه خلکو لپاره د پوهاوي پروګرامونو پلي نه کړي، دا ډول ستونزې به ورځ تر بلې لا پسې ډېرې شي.

Image caption د افغانستان د طبي محصولاتو ملي ادارې مشر نور شاه کامه وال وايي تېر یوه کال کې نژدې ۴۴ میلیونه ډالرو په ارزښت یوازې انتي بایوتیک درمل افغانستان ته وارد شوي
د انځور حقوق Getty Images
Image caption شمېرنې ښيي چې په ورستیو کلونو کې د انټي بیوټیک درملو ناوړه کارونه هر کال د نړۍ په کچه د سلګونو زره کسانو د مړینې لامل کیږي.

اړونده مطالب