د دوستم ساتونکي لویې څارنوالۍ ته حاضر شوي

ښاغلی دوستم پرون له غرمې وروسته خپل دفتر ته لاړ د انځور حقوق ENAYATULLAH BABUR FARAHMAND
Image caption ښاغلی دوستم پرون له غرمې وروسته خپل دفتر ته لاړ

د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ۷ ساتوونکي چې د جوزجان له پخواني والي احمد ایشچي سره په ناوړه بشري چلند تورن وو، نن د څېړنو لپاره لویې څارنوالۍ ته حاضر شول.

د دوستم ساتونکي وروسته له هغې لویې څارنوالۍ ته حاضر شول چې تېره ورځ لسګونه امنیتي ځواکونو د دوستم کور او دفتر کلابند کړي و خو چارواکو او پخپله ښاغلي دوستم دا کلابند نه بلکې امنیتي تدابیر وبلل.

عبدالرشید دوستم تېره شپه د خپل کور او دفتر د کلابندۍ په غبرګون کې د خپلو ملاتړو ترڅنګ وینا وکړه او وې ویل په کابل کې هر ډول ګډوډي ناوړه پایلې درلودلی شي.

له یوې شپې او ورځې وروسته د جنرال دوستم د کور کلابندي پای ته ورسېده او د شیرپور او شهرنو د اوسیدونکو ژوند بیرته ارام او ترافیکي ګڼه ګوڼه کمه شوه.

دوستم: نه مې کور کلابند شوی او نه هم له ولسمشر سره اختلاف لرم

افغان امنیتي ځواکونو د جنرال دوستم کور او دفتر کلابند کړي

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل، نن د جنرال دوستم ۷ ساتونکي چې د جوزجان له پخواني والي احمد ایشچي سره په ناوړه بشري چلند تورن وو، د څیړنو لپاره لویې څارنوالۍ ته حاضر شول:

''د دوستم له ۷ ساتونکو څخه چې لویې څارنوالۍ څیړنو ته غوښتي وو، څیړنې پيل شوې، دوی څارنوالۍ ته حاضر شول ''.

جنرال دوستم چې تېره شپه یې د خپل کور او دفتر د کلابندۍ په غبرګون کې وینا کوله ظاهراً هڅه کوله چې حالت عادي وښيي، خو ځینې ګواښوونکې خبرې یې هم وکړې.

ښاغلي دوستم وویل،"په همدې کابل کې یو لک میله وسله له غیر مسؤوله وسله والو سره ده، دوی جګړې ته شین ټک ناست دي، چې ګډوډي شي او شپه هم وي، بیا به عزیزي بانک هم پاتې نه شي، ریښتیا درته وایم، دا میوند بانک به خدای خبر د چا لاس ته لوېږي، جګړه بد عواقب لري، زه ۶۳ کلن یم، څلویښت کاله مې په همدې لانجو کې تېر کړل، په ځواني هم پوه نه شوم، ټول عمر مې همدلته تېر شو."

جنرال دوستم له مياشتو وروسته خپل دفتر ته ستون شو

بي بي سي ته معتبرو سرچینو ویلي، حکومت د دې لپاره جنرال دوستم تر محاصرې لاندې راوست چې د ایشچي په قضیه کې سپیناوي ته نه دی حاضر شوی، د خپلو تورنو ساتونکو دفاع یې کړې او په کابل ښار کې درنې وسلې ښکته پورته کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل، په کابل او یوشمېر ولایتونو کې د غیر مسؤوله وسله والو ګواښ شته، خو په خبره یې دومره جدي نه دی او پولیس یې د بې وسلې کولو په هڅه کې دي.

ښاغلي صدیقي زیاته کړه "د غیر مسؤوله وسله والو اندیښنې له موږ سره هم شته، خو د پولیسو دنده ده چې دا ډلې ونیسي او وسلې یې ضبط کړي، موږ اوس هم دا کار کوو، په کابل او ولایتونو کې چې موږ دا ډول وسله وال وینو نیسو یې، په کابل کې د ګارنیزیون ګزمې همدا دنده لري، په هره میاشت کې موږ له سلو تر دوو سوو میلو پورې وسلې له غیر مسؤوله وسله والو کسانو ترلاسه کوو."

دستګاوې سوځول

افغان حکومت که څه هم وتوانېد چې د جنرال دوستم د کور او دفتر شاوخوا ته لسګونه امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي، خو جنرال دوستم په کابل کې شاوخوا شپږ سوه وسله وال او په شمال کې بیا زرګونه داسې پلویان لري.

د انځور حقوق AFP
Image caption د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل، نن د جنرال دوستم ۷ ساتونکي چې د جوزجان له پخواني والي احمد ایشچي سره په ناوړه بشري چلند تورن وو، د څیړنو لپاره لویې څارنوالۍ ته حاضر شول:

په جوزجان کې نن د جنرال دوستم یوشمیر پلویانو د ایشچي د قضیې په اړه د یوشمېر رسنیو د راپورونو په غبرګون کې اعتراض وکړ او د خپلو تلویزیونونو ریسیور یا نیوونکې دستګاوې یې وسوځولې.

د شخړې او سولې د انستیتیوت څیړونکی حکمت الله اعظمي وایي، له ارګ سره د دوستم دې نانندریو پر عامو افکارو بد اغیز کړی، خو په خبره یې د دوستم ګواښوونکې خبرې عملي بڼه نه شي پیدا کولای.

د ښاغلي اعظمي په وینا، "جنرال دوستم په کابل کې دومره ځواک نه لري چې د نظام پر وړاندې دې ودرېږي، دلته امریکا او ناټو ځواکونه دي، تهدید کولای شي، خو په عمل کې څه نه شي کولای، دا یو هوایي فیر دی، خو په عامه افکارو د دغو خبرو اغېز زیات دی، کابل ښار اوس خالی دی، په عامو خلکو کې وېره خپره ده چې کابل کې څه روان دي؟."

د انځور حقوق FB
Image caption د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي بي بي سي ته وویل، په کابل او یوشمېر ولایتونو کې د غیر مسؤوله وسله والو ګواښ شته، خو په خبره یې دومره جدي نه دی او پولیس یې د بې وسلې کولو په هڅه کې دي

"افغان چارواکو تراوسه د جنرال دوستم نهه ساتونکي نه دي نيولي"

کورنیو چارو وزارت د دوستم د ساتونکو نیولو چمتووالی ښودلی

په ۲۰۰۸ کال کې هم یوځل جنرال دوستم له خپل یوه سیال اکبر بای سره د ناوړه چلند لپاره د کابل په همدې سیمه کې کلابند شوی و، خو د وخت په تېرېدو د اکبر بای قضیه د حکومت له سترګو پټه او هېره شوه.

اوس هم معلومه نه ده چې افغان حکومت به د ایشچي د قضیې په اړه چې نړیوال غبرګونه یې هم درلودل، څه وکړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب