د لارو تړل؛ د افغانستان زیان که پاکستان ته تاوان؟

د انځور حقوق AFP

شاوخوا یوه اونۍ کېږي چې پاکستان له افغانستان سره د تګ راتګ لارې تړلې دي، خو دا ځل دغې موضوع د افغانانو ترمنځ ستره اندېښنه نه ده رامنځ ته کړې.

دغه راز په بازارونو کې د لومړنیو توکو بیې هم دومره توپیر نه دی کړی. په کابل کې دا هم نه معلومېږي چې پاکستان افغانستان ته غځېدلې لارې تړلې که نه.

د کابل په بازارانو کې یوازې د سبزیو او ځینو مېوو بیې لږ څه لوړې شوې دي، خو هټیوال هغه دومره مهم نه ګڼي او وايي په نژدې راتلونکې کې به د افغانستان خپل کورني سبزیجات ثمر ته ورسیږي او بازارونو ته به راووځي. اوس په زیاتره هټیو کې د پاکستاني خوراکي توکو ترڅنګ د نورو هېوادونو توکي هم لیدل کیږي چې د زیاتره افغانانو په آند هم یې کیفیت ښه دی او هم یې بیې مناسبې دي.

د تورخم پولې تړل

یو شمېر افغان معلولین تورخم ته د اړیکو سمون له غوښتنې سره تللي

یو هټیوال په دې اړه وايي: "که د پاکستان اوړه، غوړي او وریجې موږ ته رانه شي، نو نور ګاونډي هېوادونه هم شته چې موږ خپلې اړتیاوې له هغوی پوره کولای شو."

د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق AFP
Image caption د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو په تړلو کې تر ډېره پاکستان خپله زیات زیان کوي

د افغان حکومت چارواکو په وروستیو شاوخوا دوه نیمو کلونو کې چین، منځنۍ اسیا هېوادونو او ایران ته سفرونه کړي چې له باکستان برته نورې سوداګریزې لارې هم بر خپل مخ پرانیزي.

له قزاقستان څخه د غنمو د پېرلو تړون لاسلیک شو، د آقینې بندر فعال شو، افغانستان د چاه بهار بندر ته لار پیدا کړه، دغه راز د هند افغانستان او ایران ترمنځ درې اړخیز تړون هم لاسلیک شو.

د سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي:

"طبعي خبر ده له سیاسي پلوه هر ځل چې پر پوله د دواړو خواو ترمنځ ستونزې رامنځته کېږي، په هماغې اندازې افغانان له پاکستان لېرې کیږي او تر ډېره پر نورو غوراویو فکر کوي. دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ بې باوري زیاتوي؛ ځکه پاکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ موافقو ته ژمن نه دی".

د تورخم پر تړلې پوله د ناوې انتظار

پاکستان د تورخم په ګډون له افغانستان سره د خپلو پولو تړلو اعلان کړی

په وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ راکړه ورکړه کمه شوې ده.

د سوداګرۍ خونې د شمېرو پر بنسټ په تېرو کلونو کې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري تر درې میلیاردو ډالرو رسېده چې په ورستیو څو میاشتو کې تر ۵۰۰ میلیونو ډالرو راټیټه شوې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو په تړلو کې تر ډېره پاکستان خپله زیات زیان کوي:

"د لارو تړلو ۸۰ سلنه تاوان پاکستان ته رسېږي او ۲۰ سلنه یې موږ ته، دا د تازه مېوې وخت دی چې د پاکستان تازه مېوه او ترکاري منځنۍ اسیا هېوادونو ته ډېره ځي. که دا وضعیت دوام وکړي زموږ او د پاکستان پر مارکیټونو منفي اغېز کوي."

د انځور حقوق AFP
Image caption په وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ راکړه ورکړه کمه شوې ده.

دا چې افغانستان په وچې پورې تړلی هېواد دی، تر دې وړاندې یې مجبوره وو چې پاکستان خپلې لارې پرانیستې ورته وساتي.

دغه تړاو لامل شوی وو چې افغانستان ځينې سیاسي فشارونه هم وزغمي، خو اوس افغان حکومت هیله مند دی اوس چې حالات بدل شوي، نو پر ځان د پاکستان فشار هم راکم کړي.

له دې ټولو کوچنیو او لویو محدودیتونو او ننګونو سره سره چې د دواړو ګاونډیو ترمنځ یې ترینګلتیا رامنځ ته کړې، افغانستان هڅه کوي چې په اوږد مهال کې سیمه ییزه همکاري داسې بدله کړي چې خپله د سیمې څلور لارې اوسي، چې پاکستان منځنۍ آسیا ته د رسېدو لپاره افغانستان ته احتیاج وي او په بدل کې یې افغانستان د ګوادر بندر لار پرانیزي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د افغان حکومت چارواکو په وروستیو شاوخوا دوه نیمو کلونو کې چین، منځنۍ اسیا هېوادونو او ایران ته سفرونه کړي چې له باکستان برته نورې سوداګریزې لارې هم بر خپل مخ پرانیزي.

اړونده مطالب

ورته مطالب