د طالبانو مشر د ونو کښېنولو غوښتنه کړې

د انځور حقوق AP
Image caption طالب جنګیالي هم د نیالیګو کښېنولو ته هڅول شوي دي.

د افغان طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده له افغانانو غوښتي چې د "ځمکې د سمسورتیا لپاره" نورې ونې کښېنوي.

نوموړي دا څرګندونې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري په څلورو ژبو یوې خپرې کړې ویناپاڼې کې کړې دي.

په وینا پاڼه کې ملا هبت الله له ولسي افغانانو او او طالب جنګیالیو غوښتي چې "د نيالګيو د کښېنولو د موسم په رارسېدو په خپله شاوخوا کې يو يا څو مېوه دار يا غير مېوه دار نيالګي د ځمکې د سمسورتيا او د الله تعالی د مخلوقاتو د ګټې لپاره کښېنوي."

طالبانو هبت الله اخندزاده خپل نوی مشر ټاکلی

مولوي هبت الله اخندزاده له مدرسې تر مشرۍ

نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې افغانستان د ځنګلونو د وهلو له ستونزې سره مخامخ دی.

د انځور حقوق EPA
Image caption ګڼ افغانان پخلی او د کورونو تودولو کې له لرګیو یا لرګینو بخاریو ګټه اخلي

د افغانستان په ګڼو غرنیو سیمو کې د چارتراش لپاره ونې او ځنګلونه وهل کېږي او په قاچاقي ډول لېږدول کېږي او خرڅېږي.

د چاپېریال ساتنې اړوندو مسلو په اړه طالبان ډېرې کمې ویناپاڼې خپروي.

اخوندزاده، چې په تېره مې میاشت کې د افغان طالبانو مشر وټاکل شو، د یوه پوځي مشر په پرتله له مذهبي اړخه قوي اعتبار لري.

غني: د طالبانو مشر دې د م. م د بندیزونو لست کې شامل شي

طالبانو د خپل مشر ژوندلیک کې څه لیکلي؟

د طالب مشر د د یکشنبې ورځې ځانګړي پیغام کې د "نيالګي کښينول د يوه ولس د اقتصاد په پرمختيا او د ځمکې په سمسورتيا کې مهم رول لري... که د ځمکې په سر کرهنه او نيالګي کښېنول له منځه لاړ شي، ژوند هم له منځه ورسره ځي."

په افغانستان کې پر طالبانو تور پورې کېږي، چې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د کوکنارو له کروندو او کاروباره ډېره ګټه اخلي.

د انځور حقوق AFGHAN ISLAMIC PRESS
Image caption ملا هبت الله اخوندزاده، چې له اره د کندهار دی، د یوه جنګي مشر په پرتله تر ډېره مذهبي مشر دی

د طالبانو اسلامي تحریک تر ۱۹۹۶ پورې د هېواد پر ډېری خاورې واکمنه وه، خو په ۲۰۰۱ کال د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف له بریدونو وروسته یې د واکمنۍ ټغر ټول شو.

افغان حکومت تر اوسه هڅه کوي طالب مشران د وسلې اېښودو، سولې او له حکومت سره پخلاینې ته راضي کړي، خو مشرانو یې تر اوسه سولې ته غاړه نه ده اېښې.

مسکو کې د افغان سولې په تړاو غونډه

ورته مطالب