د لوګر چارواکي: خپاره شوي شپه لیکونه د 'داعش' کار نه دی

د انځور حقوق .
Image caption په لوګر او په ځاګړې توګه، مرکز، پل علم ته نژدې د وسله والو مخالفینو فعالیتونو د دغه ولایت اوسیدونکي هم اندیښمن کړي دي.

د لوګر امنیتي چارواکي وایي د دولت د وسله والو مخالفینو ترمنځ اختلافات زیات شوي او ځینې یې د 'اسلامي دولت ' (داعش) په نوم فعالیتونه کوي.

په دې وروستیو کې د لوګر مرکز پل علم پورې اړوند سیمو کې داعش ته منسوب شپه لیکونه خپاره شول او له خلکو په کې غوښتل شوي چې د دولت او طالبانو پر وړاندې ودریږي.

د کابل د څنګ لوري ولایت لوګر اوسیدونکي وایي، مرکز پل علم ته په نږدې سیمو کې د وسله والو مخالفینو بیرغونه او شپه لیکونه لیدل کیږي او ورځ تر بلې پر دوی د ژوند کړۍ تنګیږي.

ايا د افغان طالبانو خپل منځي اختلاف پر ورکېدو دى؟

د طالبانو مشر د ونو کښېنولو غوښتنه کړې

داعش په افغانستان کې څومره بريالی دی؟

دوی وایي، دوه شپې وړاندې د پل علم اړوند د کلنګار، علي خان کلا او بابوس سیمو پر جوماتونو او کورونو داعش ته منسوب شپه لیکونه سریښ شول، خو یوه ورځ وروسته طالبانو په سیمه کې خپل بیرغونه ورپول او دغه لیکونه یې وشلول، په داسې حال کې چې دولت هیڅ اقدام نه دی کړی.

د لوګر دوو اوسیدونکو چې داعش ته منسوب خپاره شوي شپه لیکونه یې لیدلي، د نوم نه ښودو په شرط بي بي سي ته وویل:

''موږ پل علم ته په نژدې پنځه کیلومترۍ کې پراته یو، زموږ شااوخوا کلیو کې د شپې له خوا د داعش په نوم شپه لیکونه خپاره شول، خو طالبانو بیا دغه شپه لیکونه وشلول او خپل بیرغونه یې اوچت کړل، طالبانو خلکو ته وویل چې داعش نشته او هیڅ اندیښنه مه کوئ. ''

''داعش په جوماتونو او دیوالونو شپه لیکونه سریښ کړي وو او لیکلي وو چې له مونږ سره همکاري وکړئ، مونږ د مرکز پل علم اړند او سړک ته هم ډېر نژدې یو، مجبوره یو چې کډه وکړو، ځکه دلته مو شپه او ورځ نه تیریږي. ''

لوګر چې د ولسمشر محمد اشرف غني پلرنی ولایت هم دی، له څو کلونو په کې د ناامنیو پیښې لیدل کیږي.

د لوګر امنیه قومندان عصمت الله علی زی وایي، دوی هم داعش ته منسوب خپاره شوي شپه لیکونه لیدلي، خو په خبره یې داعش پورې اړوند نه دي او د دولت د نورو وسله والو مخالفینو کار یې بولي.

دا اصلاً د داعش نه دي، ممکن د بل کوم ګروپ کار وي، د لیکونو محتوی چې ما ولیده د داعش له چلند سره سمه نه وه، کیدای شي د وسله والو مخالفینو خپل منځي مسائل وي، خو په هر صورت مونږ به د دې ډلو پر وړاندې ټول امکانات وکاروو او مخه به یې ونیسو.

د انځور حقوق UPPLIED
Image caption د اسلامي دولت ډلې د "خراسان ولايت" مشر، حافظ سعيد خان د ۲۰۱۶ کال په جولای کې په امریکايي هوايي برید کې ووژل شو

پل علم چې له پلازمینې کابله څه باندې پنځوس کیلو متره واټن لري له دې وړاندې هم د داعش د فعالیت شاهد و، خو داعش په کې له دې وړاندې له ماتې سره مخ شوی دی.

څه باندې کال وړاندې یو ځل د طالبانو مهم قومندان سعد امارتي له خپلې ډلې سره د لوګر په خوښۍ ولسوالۍ کې له داعش سره بیعت اعلان کړی وو او خپل بیرغ یې هم تور کړی و، خو د امنیتي ځواکونو او ځایي خلکو له مخالفت وروسته دا ډله ننګرهار ته وتښتیده چې هلته بیا سعد امارتي ووژل شو.

د لوګر د ولایتي شورا غړی حسیب الله ستانکزی وایي، ولایت یې طبیعتاً د داعش ودې او فعالیتونو ته مساعد نه دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د بي بي سي د یوې پوښتنې په ځواب کې لیکلي، د پل علم شاوخوا داعش ته منسوب شپه لیکونه د حکومت له خوا خپاره شوي دي، کومه ادعا چې د لوګر مسؤولین یې ردوي.

د لوګر امنیه قومندان وایي که چیرې خلک له دوی سره همکار شي، په اسانه به ټولې سخت دریځې ډلې وځپي.

اړونده مطالب

ورته مطالب