هلمند کې یوه پولیس خپل ۱۱ ملګري په ډزو وژلي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ویل شوي چې دغه نفوذي کس تښتېدلی او له طالبانو سره یوځای شوی.

د افغانستان په سوېل کې د هلمند ولایت ویاند تایید کړې چې په یوه خونړي برید کې یوه پولیس خپل ۱۱ ملګري په ډزو وژلي دي.

عمر ځواک د سه شنبې په ورځ (حوت/کب ۱۰مه) وویل؛ دا برید تېره شپه د هلمند مرکز لښکرګاه ښار په دویمه امنیتي حوزه کې شوی.

ښاغلي ځواک په دې اړه د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه، خو ځینو نورو سرچینو ویلي، ددې وژنو عامل د طالبانو یو نفوذي دی چې د پولیسو په لیکو کې و.

د هلمند د بُست روغتون چارواکو تایید کړې چې تر دې برید وروسته د ۱۱ کسانو مړي دغه روغتون ته وروړل شوي دي.

+ 'کندوز کې دوو نفوذي طالبانو خپل ۱۴ ملګري وژلي'

+ يو افغان پوليس اروزګان کې خپل ۱۰ ملګري وژلي

خو هلمند کې د پولیسو یوه افسر چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي بي بي سي ته ویلي؛ په دې برید کې ۱۳ پولیس وژل شوي دي.

ځینو سرچینو بي بي سي ته ویلي؛ د پولیسو په لیکو کې د طالبانو یوه نفوذي بریدګر تېره شپه لښکرګاه کې په یوه پوځي مرکز کې پر هغو سرتېرو ډزې کړي چې ظاهراً دده ملګري وو.

ویل شوي چې دغه نفوذي کس تښتېدلی او له طالبانو سره یوځای شوی.

طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

خپلمنځي بریدونه له ۲۰۱۲ کال راهیسې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ ډېر شو او دا ډېروالي یې په دولتي چارواکو کې اندېښنې راپورته کړې.

دغو بریدونو د نړیوالو ځواکونو لیکو ته هم لاره وکړه چې تر ډېره ورته "شین پر آبي" بریدونه ویل کېږي، ځکه چې د طالبانو نفوذي کسانو د افغانستان د پوځ له یونیفورم نه کار اخلي.

شین رنګ د افغانستان د پوځ سرتېرو شنې خولۍ او آبي د نړیوالو ځواکونو آبي خولۍ ته اشاره کوي.

د خپلمنځي بریدونو تر ډېرېدو وروسته، په امنیتي ځواکونو کې د مخالفو اورپکو د نفوذ مخنیوي لپاره دولت سخت تدابیر په پام کې ونیول.

په لښکرګاه ښار کې د پولیسو په مرکز کې د تېرې شپې برید نه داسې ښکاري چې په امنیتي ځواکونو د طالبانو د نفوذي کسانو شتون لا هم جدي مساله ده.

ورته مطالب