غني: سوله ییز افغانستان هېڅ بل هېواد ته خطر نه دی

غني د انځور حقوق ARG
Image caption ښاغلي غني وايي، هغه څوک چې پر جګړې باوري دي له پښو به وغورځول شي.

د افغان امینتي ځواکونو ستاینې یوې غونډې ته وینا کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، که افغانستان کې سوله او ثبات وي دغه هېواد به د هېچا لپاره د خطر سبب نه شي.

ښاغلي غني زیاته کړه، خو هغه څوک چې پر جګړې باوري دي له پښو به وغورځول شي.

غني: ځينې هېوادونه 'ترهګرې شبکې' د سیاسي موخو لپاره کاروي

اشرف غني: که طالبان سوله نه کوي، د قطر دفتر دې وتړل شي

ښاغلي غني ' د افغان ملي امنیتي ځواکونو د ملاتړ ورځې ' په مناسبت وینا کې ویلي، که افغانستان کې سوله وي او دغه هېواد کې قانون پلي کېږي، خاوره به د هېچا لپاره د خطر لامل نه شي، خو هغه چې فکر کوي، دغه هېواد د خپلې جګړې پر ډګر بدلولی شي، د نوموړي په وینا ' دغه شوم ارمان به له ځان سره ګور ته یوسي. '

ښاغلي غني زیاته کړه، د هر کال له تېرېدو سره د افغانستان امنیتي ځواکونه د تجهیزاتو له پلوه ځواکمنیږي، خو وايي اوس هم په امنیتي ځواکونو کې د اصلاحاتو لړۍ روانه ده.

دا لومړی ځل دی، چې د افغان امنیتي ځواکونو سره د ملاتړ ورځ لمانځل کېږي. ولسمشر غني وویل:

''موږ د افغانستان دښمنانو لپاره څرګنده پېژندګلوي لرو. ''

د نوموړي په خبره، یو څه چې د پېړیو په اوږدو کې د افغانستان دښمنانو پر وړاندې د افغانانو یووالي او بریالۍ جګړې لامل دی، په څرګند ډول د دښمن پېژندنه ده.

ولسمشر غني وویل، د دغه هېواد لومړي دښمنان ''د طالبانو او داعش په نامه او دغه راز ۲۰ نورې ترهګرې ډلې او ۲۰ نورې تروریستي ډلې دي، چې غواړي د افغانانو پر ژوند د برید له لارې غواړي د افغانانو پر سر او مال تېری وکړي. ''

ښاغلي غني د طالبانو مشرانو ته په اشارې سره وویل 'هغوی د عیش او عشرت ' ژوند کوي، خو وايي 'یو شمېر ناپوهه کسان د ناپوهۍ له کبله د دین په مقدس نامه د خپل وحشت او جګړې لپاره د وسیلي په توګه کاروي. '