د سعودي نړیوال کنفرانس افغانستان کې د تل پاتې ټیکاو پر راتلو ټینګار وکړ

د انځور حقوق OIC_OCI
Image caption دا کنفرانس د سعودي عربستان جدې ښار کې د اسلامي همکارۍ سازمان په دفتر کې جوړ شوی چې د افغانستان د سولې عالي شورا د استازو په ګډون د افغان دولت پلاوي هم ګډون پکې کړی دی.

د تماس نړیوالې ډلې په سعودي عربستان کې د افغانستان په تړاو د پنځوسو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په وربللو سره راتلونکې کې د علماوو د کنفرانس پر جوړېدا ټینګار وکړ.

د اسلامي همکارۍ سازمان یا OIC د تماس نړیوالې ډلې ددې غونډې کوربه توب وکړ، چې د کنفرانس مشري د جرمني د تماس نړیوالې ډلې پر غاړه وه.

کنفرانس کې د افغانستان استازو ویلي، هېواد یې د سولې د پرمختګ لپاره ځینې مهمې موخې ټاکلې دي.

د تماس د نړیوالې ډلې ددغه ۲۰م کنفرانس د خبرو اصلي سکالو (موضوع) افغانستان ته د امنیت راتلل او په دې هېواد کې د تل پاتې ټیکاو راوستل دي.

مسکو کې د افغان سولې په تړاو غونډه

قزاقستان کې د بن د دویم کنفرانس پر اجنډا غونډه کېږي

جده کې د اوسني کنفرانس د اسلامي همکارۍ د سازمان مشر یوسف العثیمین وویل، دوی د علماوو له ټاکل شوي کنفرانسه دا هیله لري چې له دیني ښوونو د ناسم تعبیر تفسیرېدل اصلاح کړي.

د افغانستان د ملي یووالي حکومت مشران ډېره تمه لري چې په دې کنفرانس کې اوسنۍ جګړه نا مشروع اعلان شي او طالبان د سولې له بهیر سره یوځای کېدا ته وهڅوي.

سعودي عربستان کې افغان دیپلومات عبدالرحمن بي بي سي ته وویل، تمه لري چې ددغې ناستې پایلې افغانستان کې د ثبات ټینګېدو لپاره مثبت اغېز ولري:

"دوی د بېلابېلو برخو په اړه خبرې کوي. لکه امنیتي مسایل، ټاکنیز اصلاحات، حکومتولي او بېلا ېلو برخو په اړه خبرې کېږي. ټولیزه موخه په دا ډول ناستو کې باید هغه ځانګړې موضوع یعنې هغه هېوادونه چې له افغانستانه ملاتړ کوي باید نړیوال هم له ځانه سره ولري. ان شاء الله دغه ناسته به هم یوه ځانګړې پایله ولري."

دا کنفرانس د سعودي عربستان جدې ښار کې د اسلامي همکارۍ سازمان په دفتر کې جوړ شوی چې د افغانستان د سولې عالي شورا د استازو په ګډون د افغان دولت پلاوي هم ګډون پکې کړی دی.

وړاندې سعودي عربستان اعلان کړی و چې د افغانستان دسولې او ټیکاو لپاره به دوه کنفرانسونه جوړ کړي، یو همدا د اسلامي همکارۍ کنفرانس او بل راتلونکې میاشت د علماوو کنفرانس.

په کنفرانس کې د افغان حکومت له لوري د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي وویل، د ملي یووالي حکومت د "سخت زړو دښمنانو" د بریدونو پروړاندې د ولسي وګړو، ښځو او ماشومانو د دفاع لپاره ځان مسؤول ګڼي.

د انځور حقوق OIC_OCI
Image caption په دې کنفرانس کې د پنځوسو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و

ده وویل، دولت ځینې مهم اصلاحات په پام کې لري، چې په هېواد کې به د سولې هدف ته د رسېدو لامل وګرځي.

په کنفرانس کې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمني د حکومت ځانګړي استازي سوباین سپاروسر په افغانستان کې د سولې له بهیره د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ ټینګار وکړ او په دې هېواد یې د ټیکاو راتلو لپاره د تماس له نړیوالې ډلې د لانورو هڅو غوښتنه وکړه.

نوموړي د فساد پرضد د مبارزې د ټاکنو لپاره د مهال وېش ټاکل هم مهم وبلل.

افغان دولت په تېرو کلونو کې پرله پسې هڅه کړې چې د اسلامي هېوادونو، په تېره بیا سعودي عربستان ملاتړ جلب کړي، همدا ده چې ولسمشر اشرف غني واک له رسېدا وروسته خپل لومړی بهرنی رسمي سفر سعودي عربستان ته وکړ.

چین او ایران سیمه کې د امریکا مقابلې ته وردانګي

په افغانستان کې نوې "لویه لوبه"

په تېر یوه کال کې سعودي عربستان ته د ځینو طالب مشرانو او غړو د تګ راتګ خبرونه هم ورکړل شوي.

د پژواک خبري اژانس په یوه تازه خبر کې ویل شوي، چې د طالبانو د ځینو پخوانيو مشرانو په ګډون یو پلاوی د سعودي پاچا په بلنې دغه هېواد ته تللی و.

ورته مطالب