د کابل بریدونو کې ۱۶ کسان وژل شوي او نژدې ۵۵ ټپیان دي

کابل د انځور حقوق Getty Images
Image caption له برید وروسته د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ نښته روانه وه.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد بي بي سي ته وویل د کابل ښار په شپږمه او ۱۲مه حوزه کې پر دوو امنیتي ادارو ځانمرګي بمي بریدونو کې ۱۶ کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۵ کسان ټپیان دي.

د ښاغلي مجاهد په وینا، پر شپږمې امنیتي حوزې برید کې ۱۵ کسان وژل شوي او نژدې ۵۰ کسان ټپیان دي چې ډېری یې ولسي وګړي دي. ښاغلی مجاهد زیاتوي وژلو شویو کې درې یې ښځې دي.

'کابل کې د خونړي ځانمرګي برید مخنیوی وشو'

ملي امنیت: پروان کې د ځانمرګي برید مخنیوی شوی

پر دولسمې حوزې برید کې د ښاغلي مجاهد په وینا یو کس وژل شوی او پنځه نور امنیتي کارمندان ټپیان شوي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کورنیو چارو وزارت وايي ټول برید ګر وژل شوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش نن (حوت/کب ۱۱مه) بي بي سي ته وویل؛ لومړني ځانمرګي شپږمې امنیتي حوزې سره خپل له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه او ورپسې دوو نورو ځانمرګو پر امنیتي ځواکونو ډزې پیل کړي.

ښاغلي دانش وویل؛ بریدګر د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوي.

+ امریکا دفاعي چارو کې د افغان حکومت ملاتړ اعلان کړی

+ کابل کې ځانمرګي برید څلور کسان وژلي

په عکسونو کې لیدل کېږي چې د برید له سیمې لوګی هوا ته پورته کېږي او ګڼ شمېر امنیتي ځواکونه سیمې کې راټول شوي.

د کابل ختیځ کې برید

بلخوا نن د کابل په ۱۲ حوزه کې د احمدشاه بابا مېنې په سیمه کې د ملي امنیت ځواکونو پر یوه مرکز هم ورته ځانمرګی برید وشو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل؛ لومړی ځل بریدګر له ځان سره چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې او ورپسې دویم بریدګر هڅه کړې چې ځان ودانۍ ته ورسوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په مړه شویو او ټپیانو کې ملکي وګړي چې درې یې ښځې دي هم شاملې دي.

خو د امنیتي ځواکونو په ډزو کې بریدګر وژل شوی دی. هغه وویل؛ په برید کې یوازې پنځه امنیتي سرتېري برسېرن ټپیان شوي.

طالبانو ویلي چې ځانمرګو بریدګرو یې د کابل په درېیو برخو برید کړی: شپږمه امنیتي حوزه، په ختیځ کې د ملي امنیت پر یوه مرکز او د پوځ د جلب او جذب پر مرکز.

فرانسه د بریدونو له وېرې له اېفل څلي ښیښه يي دېوال تاووي

ملي امنیت وايي طالبانو د جګړې بڼه بدله کړې ده

د انځور حقوق EPA
Image caption ګڼ شمېر ټپیان چې د چارواکو په وینا ډېری یې ملکي وګړي دي روغتون ته لېږدول شوي.

ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند بولي ادعا کوي چې په دې بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته درانه تلفات اوښتي، خو د کورنیو چارو وزارت دا ادعا ردوي.

په کابل کې ځانمرګي برید څلور کسان ووژل

له سایبر بریدونو د بیلونګړي بریدونه ډېر خطرناک دي

اړونده مطالب

ورته مطالب