د اوونۍ بحث: د سپینې ماڼۍ نوې دفاعي ډله، پر پاکستان فشار او د ولسمشرغني کلک دریځ
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اوونۍ بحث: د سپینې ماڼۍ نوې دفاعي ډله، پر پاکستان فشار او د ولسمشرغني کلک دریځ

په امریکا کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په اداره کې یو نوی دفاعي ټیم جوړ شوی چې ډېری غړي یې هغه جنرالان دي چې افغانستان کې جنګېدلي او د سیمې له سیاسي حالاتو سره ښه بلد دي.

اوس د امریکا په پوځي کړیو کې تازه بحث په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر پر ډېریدو، ترهګرۍ پرضد جګړې سختولو او پر پاکستان فشار ډېرولو دی.

افغان حکومت هم د طالبانو پر وړاندې او سولې په تړاو خپله لهجه بدله کړې. همدا دوه ورځې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د امنیتي ځواکونو د ملي ورځې په لمانځغونډه کې طالبان او د داعش غړي د افغانستان اوله درجه دښمنان وبلل. داسې یو تعریف چې تر دې وړاندې نه و. نن پر همدې مسایلو له خپلو میلمنو سره بحث کوو.

د امریکاپه نبراسکا پوهنتون کې د افغانستان د مطالعاتو د مرکز مشر شیر جان احمدزی، په هالنډ کې د سیاسي چارو کارپوه او د افغانستان د جمهوري ریاست پخوانی کاندید ډاکټر حبیب منګل او کابل کې د پوځي چارو کارپوه او پخوانی پوځي عتیق الله امرخېل.

دا خپرونه ابراهیم امیري وړاندې کوي.