د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء مشر وټاکل شو

د انځور حقوق ARG
Image caption تېره ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله او د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء مقام ته له اتو نوماندانو کسانو سره مرکې وکړې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، امام محمد وریماچ د افغانستان ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء د نوي مشر په توګه ټاکلی دی.

تېره ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله، عبدالله او د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء مقام ته له اتو نوماندانو کسانو سره مرکې وکړې چې په پایله کې د همدې کمېسیون کارکوونکی امام محمد وریماچ د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشاء د نوی مشر په توګه وټاکل شو.

پارلماني ټاکنې: ولسمشر غني له نړیوالې ټولنې مرسته غوښتې

د افغانستان د ټاکنو قانون له مخې د دارالانشاء د مشر نوم د کمېسیون د ډېری غړو لخوا وړاندیز کېږي او د ولسمشر له تایید وروسته پر دنده ګومارل کېږي.

ښاغلي وریماچ په هند کې لوړې زده کړې او په تېرو ټاکنو کې د ټاکنو کمېسیون د رسنیز کمېسیون غړی و.

ښاغلی وریماچ د نورستان اوسېدونکی دی او د ټاکنو کمېسیون د پخواني مشر یوسف نورستاني په دفتر کې یې هم دنده ترسره کړې ده.

د افغانستان ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې د ټګیو، برګیو له تورونو وروسته د دغه کمېسیون پخوانی مشر ضیاءالحق امرخیل له خپلې دنده استعفا کړې وه.

په ټاکنیزو کمېسیونونو کې اصلاحات راوستل هغه څه دي، چې د افغانستان اوسني حکومت د مشرانو ترمنځ پرې د نوي حکومت جوړولو پرمهال هوکړه شوې وه.

د ټاکنیزو کميسیونونو غړي نژدې درې میاشتې مخکې ټاکل شوي او کار یې پیل کړی، خو د دارالانشاء د مشرتابه لپاره که څه هم کاندیدان یوه میاشت مخکې ولسمشرۍ دفتر ته ورپېژندل شوي وو، خو اوس دغه مقام ته ښاغلی وریماچ ټاکل شوی دی.

اړونده مطالب

ورته مطالب