د عکسونو البوم: کابل کې د طالبانو ځانمرګي بریدونه

د کابل په بېلابېلو سیمو کې د طالبانو خونړیو چاودنو او نښتو په ښار کې یوځل بیا چوپتیا خپره کړې وه. طالبانو د ښار په لوېدیځ کې د پولیسو پر یوې حوزې او د ښار په ختیځ کې پر یوه امنیتي مرکز بریدونه وکړل چې لږترلږه ۱۶ کسان یې ووژل.

د انځور حقوق Ishaq Anas
Image caption د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش بي بي سي ته وویل، لومړی دوو ځانمرګو برید کوونکو پر شپږمې حوزې برید پیل کړ
د انځور حقوق Ishaq Anas
Image caption د ښاغلي دانش په وینا، یو موټربم برید د پولیسو د مرکز په دروازه کې وشو او بیا دویم بریدګر له امنیتي ځواکونو سره په نښتې بوخت شو
د انځور حقوق Ishaq Anas
Image caption دانش زیاتوي، دویم بریدګر په نښته کې ووژل شو
د انځور حقوق Ishaq Anas
Image caption کابل کې د دواړو بریدونو د وژل شویو شمېر ۱۶ او د ټپیانو شمېر شاوخوا ۵۰ کسان وو
د انځور حقوق Ishaq Anas
Image caption د کابل پولیس وايي، پر شپږمې امنیتي حوزې برید کې ۱۵ کسان وژل شوي او نژدې ۵۰ کسان ټپیان دي چې ډېری یې ولسي وګړي دي.
د انځور حقوق Ishaq Anas
Image caption د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وايي، طالبانو د کابل ختیځ (احمد شاه بابا مېنه) کې پر شپږمې امنیتي حوزې له برید سره هم مهاله، د ملي امنیت پر یوه مرکز برید وکړ.
د انځور حقوق Ishaq Anas
Image caption امنیتي سرچینې وايي، په دې برید کې هم یوه بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر پر مرکز جنګولی او دویم بریدګر له ساتونکو سره نښته کړې ده
د انځور حقوق Ishaq Anas
Image caption طالبانو د دواړو بریدونو پړه ومنله، چې په وینا یې کابل کې یې پر درو ځایونو بریدونه وکړل: شپږمه امنیتي حوزه، ختیځ کې د امنیت پر مرکز او د پوځ د جلب او حذب پر مرکز

اړونده مطالب