ولسمشر غني نوې تذکره کې د 'افغان' او قوم توري تایید کړل

Image caption په پام کې وه چې د افغانستان د تابعیت دغه الکترونیکه پېژندپاڼه د قوم او ملیت له لیکلو پرته ووېشل شي خو ځیتې اعتراضونه یې راوپارول او ورسره دغه لړۍ کلونه کېږي ځنډېدلې

افغانستان کې د الکترونیکي پېژندپاڼې (تذکرې) وېشلو په هدف د نفوسو احوال ثبتولو قانون تعدیل شوې طرحه د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا توشېح شوې ده. د دې قانون د شپږمې مادې پرسر د نظر اختلاف او اعتراضونو له څو کلونو راهیسې د پېژندپاڼې د وېش بهیر ځنډولی دی.

د نفوسو احوال ثبتولو قانون شپږمه ماده په الکترونیکي پېژندپاڼه کې د افرادو د مشخصاتو ثبتولو په اړه ده. د نوي تعدیل له مخې؛ په الکترونیک پېژندپاڼه کې د افرادو د نورو مشخصاتو ترڅنګ، د هغوی د قوم نوم او د ملت په توګه ټولو ته افغان لیکل کېږي.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي؛ ددغه قانون د شپږمې مادې د تعدیل طرحه نن (حوت/کب ۱۲مه) "د کابینې په ناسته کې تصویب شوه او ورته وخت کې ولسمشر د تقنیني فرمان له لارې توشيح کړ."

د افغانستان د اساسي قانون له مخې؛ د ملي شورا د رخصتیو پرمهال ولسمشر کولای شي تقنیني فرمان صادر کړي چې د پارلمان د رخصتیو تر ختمېدا پورې په موقت ډول د اجرا وړ ګرځي. وروسته ملي شورا د ولسمشر تقنیني فرمان د رد یا تایید پرېکړه کوي.

افغانستان کې د خلکو ترمنځ د افرادو د ملیت یا قوم د ثبت په اړه د نظر اختلاف شته. ځينې غواړي په دې پېژندپاڼه کې ټولو ته "افغان" ولیکل شي، خو نور بیا دا کلمه یوازې پښتون قوم ته منسوبوي او باور یې دا دی چې په پېژندپاڼه کې ددې کلمې لیکل د افغانستان پر نورو قومونو د پښتنو د هویت تحمیل دی.

کلونه کېږي چې د الکترونیکي پېژندپاڼې وېش د همدې سیاسي اختلافونو له امله ځنډېدلی دی.

د ښاغلي دانش دفتر ویلي "د ولسمشر تقنیني فرمان له لارې د نفوسو احوال ثبتولو قانون د شپږمې مادې د تعدیل طرحې توشيح کېدو سره، د الکترونیکي پېژندپاڼې وېشلو پروړاندې خنډونه لرې شول او ډېر ژر به یې د وېشلو لړۍ پیل شي."

+ "د افغانستان د نفوسو احوال ثبت قانون د تعدیل طرحه برابره شوې"

+ د 'افغان' توري پر سر لانجې د برېښنايي تذکرو وېش ځنډولی

د افغانستان پارلمان په ۲۰۱۳ کال کې پر دغه قانون تر بحث وروسته د الکترونیکي پېژندپاڼې مشخصات نهایي کړل.

ولسي جرګې تصویب کړه چې په دې پېژندپاڼه کې د افرادو د قوم نوم ونه لیکل شي او پرځای یې دا مشخصات له بایومتریک (د سترګو او ګوتو نښو) سره د کورنیو چارو وزارت د اطلاعاتو په مرکز کې ثبت شي.

د افغانستان د نفوسو احوال ثبت قانون په ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا توشيح شو، خو دا چې ددې قانون له مخې په پېژندپاڼه کې د ملت او قوم نومونه نه لیکل کېدل او ځینې اعتراضونه یې راوپارول، نو د حکومت لخوا وروسته سترې محکمې ته د تفسیر لپاره وړاندې شو.

ددې قانون د تفسیر په تړاو سترې محکمې تراوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

تېر کال د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وویل، د کابینې د قوانیونو کمېټې د نفوسو د احوالو ثبت قانون لانجمنې مادې د تعدیل طرحه برابره کړې او که د افغانستان د ملي شورا لخوا تصویب شي، نو د الکترونیکي پېژندپاڼو وېشلو لړۍ به پیل شي.

+ ولسي جرګې د نفوسو احوال د ثبت قانون طرحه تصویب کړه

+ 'د وګړو د احوال ثبتولو قانون له سیاسي بند نه راوباسئ'

ورته مطالب