وریماچ: ټاکنو کې د زور پر ځای سیاسي اخلاقو ته باید پام وشي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
زموږ له همکار ابراهیم امیري سره یوې مرکه کې ښاغلی وریماچ پر دې غږېدلی چې دی ولې دې څوکۍ ته غوره بلل شوی او د راتلونکو ټاکنو د ښه ترسره کېدو لپاره څه باید وشي.

بي بي سي سره مرکه کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا نوي ټاکل شوي مشر امام محمد وریماچ وویل، د تېرو ولسمشریزو ټاکنو ناندریو کې د سیاست اخلاقي بڼو ته پام نه و اړول شوی.

ښاغلی وریماچ وايي تمه لري چې د ورته وضعیت له پېښېدو مخنیوی وشي، خلک یو بل ته لاس ورکړي او څوک د زور خبرې ونه کړي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولسمشرۍ ماڼۍ ته اته کسان ورپېژندلي ول، چې تر مرکو او مشورو وروسته په کې ښاغلی وریماچ دې څوکۍ ته منل شوی دی.

زموږ له همکار ابراهیم امیري سره یوې مرکه کې ښاغلي وریماچ د دې لامل چې د اتو کسانو له ډلې دی څنګه غوره شوی، د زدکړو او کاري تجربې تر څنګ خپلې ځانګړې طرحې وبللې.

د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء مشر وټاکل شو

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسيون مشر استعفا وکړه

د عکسونو البوم د عکسونو البوم- افغانستان کې د ټاکنو بهیر

د انځور حقوق Imam Warymoch
Image caption ښاغلی وریماچ وايي، ده د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې د ستونزو د آوارۍ لپاره "ځانګړې حل لارې" ولسمشر غني ته وړاندې کړي.

د قانون له مخې د دارالانشاء مشرۍ ته کاندیدان د کمېسیون د غړو له خوا وړاندیز کېږي او د ولسمشر له تایید وروسته پر دنده ګومارل کېږي.

ښاغلی وریماچ وايي، ده د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې د ستونزو د آوارۍ لپاره "ځانګړې حل لارې " ولسمشر غني ته وړاندې کړي.

د ښاغلي وریماچ په وینا، "د قدرت ترڅنګ سیاسي اخلاق هم دي، که د سیاست اخلاقي بڼو ته پام ونه کړو، حال به مو هغه وي چې په تېرو ټاکنو کې و ".

د دې لپاره چې تېرې تجربې او د ټاکنو په بهیر کې لیدلې شوې ستونزې بیا تکرارې نه شي، ښاغلی وریماچ تمه څرګندوي چې ټول دې "د زور " له کارولو ډډه وکړي او د ده په وینا سیاسي اخلاقو ته مراجعه وکړي.

'د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون دې ړنګ شي'

یوسف نورستاني د غوراوي کمېټې کار ناقانونه وباله

د انځور حقوق Getty Images
د انځور حقوق Getty Images

دې ته په کتو چې تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې دغه کمیسیون له یو شمېر ننګونو او تورونو سره مخ شو ښاغلی وریماچ وايي: "د خلکو د باور د ترلاسه او د دوی پر غوښتنو د پوهېده لپاره به کمیسیون ولسي وګړو ته مراجعه وکړي ".

د ټاکنیزو کميسیونونو غړي نژدې درې میاشتې مخکې ټاکل شوي او کار یې پیل کړی، خو د دارالانشاء د مشرتابه لپاره که څه هم کاندیدان یوه میاشت مخکې ولسمشرۍ دفتر ته ورپېژندل شوي ول، خو اوس ښاغلی وریماچ دغه مقام ته وټاکل شو.

ښاغلي وریماچ په هند کې لوړې زده کړې کړي او په تېرو ټاکنو کې د ټاکنو کمېسیون د رسنیز کمېسیون غړی و.

ښاغلی وریماچ د نورستان اوسېدونکی دی او د ټاکنو کمېسیون د پخواني مشر یوسف نورستاني په دفتر کې یې هم دنده ترسره کړې ده.

د انځور حقوق ARG
Image caption د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء مقام ته له اتو نوماندانو کسانو سره، افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله او د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش مرکې وکړې.

د ټاکنو څار بنسټونه- د ټاکنو قانون نوې طرحه اصلاحاتو ته لار پرانیزي

-د ټاکنو نېټه د ولسمشر له موافقې وروسته اعلانوو-