وریماچ: ټاکنو کې د زور پر ځای سیاسي اخلاقو ته باید پام وشي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

وریماچ: ټاکنو کې د زور پر ځای سیاسي اخلاقو ته باید پام وشي

بي بي سي سره مرکه کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا نوي ټاکل شوي مشر امام محمد وریماچ، تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې ناندریو ته په اشارې وویل، د ستونزو د اوارۍ لار دا ده چې زور نه، سیاسي اخلاقو ته مراجعه وشي. ښاغلی وریماچ د اتو کسانو له مینځه پرون د دارالانشا د مشر په توګه وټاکل شو.

زموږ له همکار ابراهیم امیري سره یوې مرکه کې ښاغلی وریماچ پر دې غږېدلی چې دی ولې دې څوکۍ ته غوره بلل شوی او د راتلونکو ټاکنو د ښه ترسره کېدو لپاره څه باید وشي.