ولې ځینې خلک په خپل سر درمل کوي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ولې ځینې خلک په خپل سر درمل کارووي؟

درمل د طبي درملنې يوه مهمه برخه بلل کېږي. اروپا کې د درمل ځينې ډولونه له درملتونونو او پلورنځيو ترلاسه کېدی شي، په داسې حال کې چې ځينې نور ډولونه يې بايد د ډاکټر په سپارښتنې ترلاسه شي.

خو افغانستان او پښتونخوا کې ډېرو حالتونو کې هر ډول درمل د ډاکټر له مشورې او سپارښتنې پرته پېرل کېږي.

ستاسې غږ خپرونه کې مو پر همدې خبرې کړې، چې ولې ځینې خلک د ډاکترانو له مشورې پرته په خپل سر درمل اخلي؟

په تاوانونو او اغېزو یې خبر دي؟ ډاکتران ناروغانو ته د درملو په اړه پوره معلومات ورکوي؟

په پښتونخوا او افغانستان کې عامه پوهاوی د درملو د کارولو په اړه څه دی؟