افغانستان: د افغان ترک ښوونځیو مشري ترکیې ته وسپارل شوه

د انځور حقوق AFP/Gettyimages
Image caption افغان ترک ښوونځیو په ۱۹۹۵ کې فعالیت پیل کړی دی.

د افغانستان پوهنې وزارت وايي، له هغه وروسته چې ترکیې وغوښتل افغانستان کې دې د افغان ترک په نامه ښوونځي وتړل شي، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خوا یو پلاوی وټاکل شو چې د ښوونځیو د تړلو بدیله لاره ولټوي.

د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرست په وینا د ولسمشر له خوا غوره شوي پلاوي د ترکیې له چارواکو سره په همغږۍ پرېکړه کړې چې په دغه هیواد کې د افغان ترک ښوونځیو مشري د چاغ ایجوکېشنل (NGO )، چې ویل کېږي د ترکې حکومت مخالف فتح الله ګولن تر نفوذ لاندې ده، پر ځای خپله ترکیې حکومت ته وسپاري.

افغان ترک دوستي ۹۲ کلنه شوه

ترکیه: واشنګټن د ګولن سپارلو ته 'مثبتې اشارې' ورکړې

ترکیه کې د ۴۲ خبریالانو د نیولو حکم ورکړل شوی

وروسته له هغه چې د تېر ۲۰۱۶ کال په جولای میاشتې کې په ترکیه کې ناکامه کودتا ترسره شوه او ترکي حکومت ادعا وکړه چې دا کودتا په امریکا کې مېشت د دوی مخالف فتح الله ګولن له خوا شوې ده، د ترکیې حکومت د افغانستان په ګډون له ټولو هغو هېوادونو چې په کې د ترک ښوونځي فعالیت لري د دغو ښونځیو تړلو غوښتنه وکړه.

ترک حکومت ادعا کوي چې دا ښوونځي د دوی د مخالف فتح الله ګولن تر نفوذ لاندې فعالیت کوي او زده کوونکي یې توندلارۍ ته هڅوي.

د افغانستان پوهنې وزارت سرپرست ډاکتر شفیق صمیم په کابل کې په یوې خبرې غونډه کې وویل، شپږ میاشتې مخکې ترک حکومت د یوه رسمي لیک له لارې له افغان حکومت څخه غوښتي و، چې دافغان ترک لیسې وتړي خو د ښاغلي شفیق په خبره افغان ولسمشر د دغو ښوونځیو د تړلو پلوي نه و او د بدیلې لارې غوښتنه یې کوله.

د پوهنې سرپرست وزیر شفیق صمیم وايي نه یوازې دا چې افغان ترک ښوونځي به نه تړل کېږي، بلکې وايي نوره پراختیا به مومي او ترکیې ورسره د دغو ښونځیو بیارغونې لپاره د ۵ میلیونو ډالرو مرسته کړې.

بل لور ته په افغانستان کې د افغان ترک ښوونځیو مرستیال احمد فواد بي بي سي ته وویل د دغو ښوونځیو سرپرستي د ترکیې حکومت ته سپارل د قانون خلاف کار دی او د زده کوونکو سره جفا او ښوونیز بهیر ته سخت ګوزار ورکول دي:

''زما وروستۍ خبره به دا وي چې زموږ مشران دې د اته زره زده کوونکو پر برخلیک سیاسي معامله نه کوي، د یوې بریالۍ ښوونېزې ادارې په کارونو کې ځنډ او بدلون راوستل د افغانستان له پوهنې سره جفا ده. "

افغان ترک ښوونځیو په ۱۹۹۵ کې فعالیت پیل کړی دی.

اوسمهال په ټول افغانستان کې ۱۴ افغان ترک ښوونځي شته چې د ۲۵۲ ترک او افغان ښوونکو له خوا شاوخوا اته زره زده کوونکو ته په کې زده کړې ور کول کېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د پوهنې سرپرست وزیر شفیق صمیم وايي نه یوازې دا چې افغان ترک ښوونځي به نه تړل کېږي، بلکې وايي نوره پراختیا به مومي او ترکیې ورسره د دغو ښونځیو بیارغونې لپاره د ۵ میلیونو ډالرو مرسته کړې.