اشرف غني: حکومت رڼو ټاکنو ته ژمن دی، لاسوهونکي به سزا ویني

غنی
Image caption اشرف غني وویل، د افغانستان حکومت د رڼو ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دی او هغو کسانو ته یې خبرداری ورکړ چې غواړي ټاکنو کې لاسوهنه وکړي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي؛ د راتلونکي کال پارلماني ټاکنو لپاره لازم ګامونه پورته شوي او په پوره هڅو به دغه بهیر کې د هر ډول لاسوهنې مخنیوی وکړي.

ښاغلي غني چې د افغانستان ملي شورا کلنۍ پرانسغونډې په مراسمو کې خبرې کولې، راتلونکو ټاکنو کې پر روڼوالي ټینګار وکړ او ویې ویل، د ترسره کولو لپاره یې د دولت سیاسي اراده پياوړې ده.

ښاغلي غني وویل، د افغانستان دولت رهبري ژمنه ده له لاسوهونکو سره پرېکنده چلند وکړي او "سرغړوونکو د قانون له مخې مجازات کړي."

"لازمه ده موږ داسې ټاکنې ولرو چې د ټولو نوماندانو ترمنځ په پوره روڼوالي سره او په عادلانه، برابر او منصفانه فضا کې ترسره شي او د ولسوالانو، امنیه قومندانانو، والیانو او په هره کچه د دولتي چارواکو او نورو ذینفعه اړخونو له هرډول لاسوهنې په شدت او قاطعیت مخنیوی وشي، ترڅو په دې بهیر د خلکو باور راژوندی شي."

هغه وویل؛ ددغه ټاکنو ترسره کېدو پروړاندې ټول خنډونه لرې شوي او حقوقي زمینه ورته برابره شوې ده. د ښاغلي غني اشاره، د ټاکنیزو کمیسیونو نويو کمیشنرانو کار پیلولو او د ټاکنو کمیسیون د دارالانشاء رییس ټاکل کېدو ته وه.

+ د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء مشر وټاکل شو

ښاغلي غني زیاته کړه، د راتلونکي کال پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې له "روان بحران" څخه د وتلو پر لور مهم ګام دی. ښاغلي غني همداراز یادونه وکړه چې راتلونکي ولسمشریزې ټاکنې به له هرډول ځنډ پرته پر خپل وخت ترسره شي او د پارلماني ټاکنو په څېر به ونه ځنډېږي.

ولسمشر غني همداراز د نن ورځې په ناسته کې وویل؛ حکومت، قضاییه قوه او وزیران باید د خپلو کړنو راپور چمتو کړي. هغه د پارلمان له غړو هم وغوښتل چې دا راپور چمتو کړي ترڅو خلک وکولی شي په اساني په راتلونکو ټاکنو په ښه توګه قضاوت وکړي.

Image caption د ۲۰۱۴ کال تر جنجالي ولسمشریزو ټاکنو وروسته د ملي یووالي حکومت مشرانو اشرف غني او عبدالله عبدالله د ټاکنیزو اصلاحاتو ژمنه وکړه

د اساسي قانون له مخې، د پارلمان د غړو کاري موده پنځه کاله ده او د وروستي کال د سرطان/چنګاښ په لومړۍ نېټه پایته رسېږي چې ترې وړاندې د دوو میاشتو په لړ کې ټاکنې وشي. نو په دې توګه باید پارلماني ټاکنو د ۱۳۹۴ کال د ثور/غویي او جوزا/غبرګولي میاشتو په لړ کې ترسره شوي وای، خو حکومت ونشوای کولی.

ولسمشرۍ ماڼۍ د اوسني پارلمان د کار موده د راتلونکو ټاکنو د پایلو تر اعلان پورې غځولې ده.

ښاغلي غني داسې مهال په ۱۳۹۶ کال کې د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو ته د چمتووالي خبره کوي چې وړاندې د افغانستان د ټاکنیزو کمیسیونونو رییسانو په نغوتې سره ویلي و چې دغه موده کې د ټاکنو ترسره کول خورا ستونزمن دی.

افغانستان کې د ټاکنو په برخه کې فعال بنسټونه هم امنیتي او مالي ستونزې او د رایه ورکوونکو د نوملړ او ټاکنیزو حوزو او مرکزونو نه مشخص کېدل له هغو خنډونو بولي چې په باور یې یوه کال کې د رڼو او سراسري ټاکنو ترسره کول ناشونې کوي.

د افغانستان دولت د ټاکنو لپاره د مالي سرچینو برابرولو لپاره له نړیوالو مرسته کوونکو سلا مشورې پيل کړي او پر امنیتي چمتووالي یې هم کار کوي.

د راتلونکي کال جګړې ته چمتووالی

ولسمشر غني د نن ورځې په مراسمو کې وویل، افغانستان کې قاطع اکثریت خلک د جګړې پایته رسېدل غواړي، پرته له هغو چې ګټه یې په جګړه او ترهه کې ده.

هغه افغانستان کې د شلو ترهګریزو ډلو فعالیت ته په اشارې سره وویل، ددغو ټولو ډلو د فعالیت زمینه طالبانو برابره کړې ده.

هغه زیاته کړه چې طالبانو افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور د خپلې جګړې پلمه اعلان کړه، په داسې حال کې چې د هغوی فعالیتونه ددې لامل شوي چې دا ځواکونه افغانستان کې پاتې شي.

ښاغلي غني یو ځل بیا هغو کسانو ته د ماتې خبرداری ورکړ چې افغانستان کې جګړه کوي او ویې ویل دولت هغه کسان هڅوي چې سوله کوي.

ولسمشر د راتلونکي کال د جګړې لپاره د امنیتي ځواکونو د چمتووالي خبره وکړه او ویې ویل چې د راتلونکی کال تر پایه به ننګونې د پام وړ کموالی ومومي.

اړونده مطالب

ورته مطالب