حنیف اتمر د ترهګرۍ ضد مبارزې کنفرانس لپاره هند ته تللی

د انځور حقوق FB: Mohammad Haneef Atmar
Image caption د ښاغلي د اتمر د سفر یوه موخه د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه خبرې او د کابل - نوي ډیلي ترمنځ د سیاسي او امنیتي اړیکو د پراخولو لپاره لاره هوارول دي.

د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، ښاغلی اتمر به د هندوستان د دفاعي څېړنو انستېتیوت په جوړ شوي کنفرانس کې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د کړو وړو د بدلون په اړه وینا وکړي.

ښاغلي غورځنګ وویل، د ملي امنیت شورا سلاکار به له یاد کنفرانس وروسته، د هند د ملي امنیت له سلاکار ډاکټر اجیت کومار دووال او ځینو نورو لوړپوړو هندي سیاستوالو او امنیتي چارواکو سره هم دوه اړخیزې خبرې او کتنې ولري.

غورځنګ زیاتوي، د ښاغلي د اتمر د سفر یوه موخه د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه خبرې او د کابل - نوي ډیلي ترمنځ د سیاسي او امنیتي اړیکو د پراخولو لپاره لاره هوارول دي.

تواب غورځنګ وايي، دا چې هند په سیمه کې د افغانستان یو لوی متحد او ملګری دی، دغه خبرې به د هند او افغانستان پر سیاسي اړیکو مثبت اغېز ولري.

هند افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو مرسته اعلان کړه

غني: هېڅوک د هند او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ مخه نشي نيولی

په وروستیو کلونو کې هند له افغانستان سره خپل سیاسي او دیپلوماتیک اړیکي پراخه کړي دي.

د تېر ۲۰۱۶ کال سپټمبر میاشت کې د هند پلازمېنه ډیلي کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او هندي لومړي وزیر نرېندرا مودي په یوه خبري غونډه کې وویل، د ترهګرو پر ضد باید له توپیر پرته مبارزه وشي، ځکه وايي د ترهګرو له کبله سیمه کې سوله او ثبات له خطر سره مخامخ دي.

افغانستان او هند وايي، سیمه کې سولې او ټیکاو ته تر ټولو لوی خطر له هغو دی، چې د خپلو سیاسي هدفونو لپاره د ترهګرۍ ملاتړ کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ۲۰۱۶ کال سپټمبر کې هند ته د ولسمشر غني د سفر پرمهال، د هند لومړي وزیر نرېندر مودي د 'یو موټي، جمهوري، خپلواک، سوله ییز او سوکاله ' افغانستان لپاره د خپلو مرستو ژمنه تکرار کړه

په تېرو ۱۵ کلونو کې نوي ډیلي کابل ته کابو دوه میلیارده ډالر مالي مرسته ورکړې. د ولسمشر غني په دې وروستي سفر کې یې د یو میلیارد امریکایي ډالرو نوره مرسته هم اعلان کړه.

په دې وروستیو کې د هند لخوا د ایم ۲۵ جنګي چورلکو مرسته د پام وړ پرېکړه وه.

جګپوړو افغان چارواکو نوې ډيلۍ ته د خپلو پرله پسې سفرونو په ترڅ کې بیا بیا پر هندي حکومت غږ کړی چې له افغانستان سره په خلاص مټ او په ډاډه زړه پوځي مرستې وکړي.

افغانستان او هند: د بدې ورځې ملګري؟

هند افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو مرسته اعلان کړه

اړونده مطالب

ورته مطالب