له پاکستان سره افغان پوله د دوو ورځو لپاره پرانيستل کېږي

د انځور حقوق AFP
Image caption پاکستان دا پوله تر هغه وروسته وتړله چې ويل يې په خاوره کې يې وروستي بريدونه په افغانستان کې مېشتو اورپکو ترسره کړي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي پرېکړه يې کړې چې پر ډيورنډ کرښه له افغانستان سره خپله پوله د دوو ورځو لپاره پرانيزې.

د دوشنبې په ورځ (۶ مارچ) د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، هغه افغانان چې ويزې لري او په پاکستان کې بند پاتې دي د سې شبنې او چارشنبې په ورځ په تورخم او چمن کې ورته پوله پرانيستل کېږي او کولی شي له دغه هېواده ووځي.

پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکتر عمر زاخېلوال بي بي سي ته وویل چې پاکستاني چارواکو سره وروسته له ډېرو خبرو اترو پر همدې دوو ورځو سره سلا شوي.

د لارې له دې ډول خلاصون سره د باروړونکو موټرونو ستونزه بیا هم پر ځای پاتې کېږي او ښاغلی زاخېلوال وايي د پاکستان حکومت سره د دروازو په بشپړ خلاصون کومې موافقې ته نه دی رسېدلی.

د تورخم پولې تړل

پاکستان د هغو کسانو د ویشتلو امر کړی چې په ناقانونه توګه له افغانستان را اوړي

پاکستان دا پوله تر هغه وروسته وتړله چې ويل يې په خاوره کې يې وروستي بريدونه په افغانستان کې مېشتو اورپکو ترسره کړي دي.

ښاغلی زاخېلوال وايي "پاکستان غواړي په دې کار پر افغانستان فشار راولي " او دده په وینا څه چې هغوی یې دلیلونه بولي "په هغو کې معقولیت نشته ".

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي هغه پاکستاني وګړي چې په افغانستان کې ايسار دي کولی شي پاکستان ته ورشي.

د خبرپاڼې له مخې په بهرنيو چارو کې د پاکستان د لومړي وزير مشاور سرتاج عزيز افغان سفير عمر زاخېلوال ته د پولې د پرانيستلو په اړه خبر ورکړی دی.

تر دې وړاندې د يکشنبې په ورځ اسلام اباد کې ښاغلي زاخېلوال ويلي وو، که په راتلونکو څو ورځو کې پوله خلاصه نه شي، دی به له خپل حکومته وغواړي چې پاکستان کې ۲۵ زره بند پاتې افغانان د هوا له لارې خپل وطن ته واستوي.

ښاغلي زاخېلوال وویل چې که لاره خلاصه شوې نه وای، دوی به له الوتکو کار اخیستی و.

د انځور حقوق AP
Image caption د پولې د تړلو له امله دواړو غاړو ته ګڼ زيان اوښتی دی

بله خوا د ختيځ ولايت کونړ اوسېدونکي وايي پاکستانۍ چورلکې له ډيورنډ کرښې راوښتې او په افغان خاوره کې يې څو غرنۍ سيمې ويشتلې دي.

د کونړ والي ويلي په دې اړه به څېړنه کوي. خو دی زياتوي له درې اوونيو راهیسې پاکستاني پوځيان د توپونو بريدونه کوي.

تر دې وړاندې د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو ادراې ويلي وو"تېره شپه وسله وال له پولې راوښتی او په مومندو کې يې د پاکستان پوځ پر پوستو بريد کړی و چې په نښته کې پنځه پوځیان او ۱۰ وسله والو وژل شوي دي ".

افغانستان او پاکستان يو بل د ترهګرو پر ملاتړ تورنوي خو دواړه غاړې يو پر بل لګېدلي تورونه ردوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب