''ډیلي ټایمز: لنډي کوتل کې ۵۵۰۰ افغانان ایسار پاتې دي''

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption دغه ورځپاڼه همداراز وايي، چې تېره ورځ په تورخم کې ۳۹ تنو ناروغانو ته د پاکستاني ځواکونو لخوا اجازه ورکړل شوه، چې بېرته افغانستان ته ولاړ شي.

ډیلي ټایمز

له پاکستان سره افغان پوله د دوو ورځو لپاره پرانيستل کېږي

د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې په یوه رپوټ کې ویلي، چې تورخم ته څېرمه په لنډي کوتل سیمه کې کابو پینځه نیم سوه افغانان چې ښځې او ماشومان هم پکې دي، له تېرو اتلسو ورځو راهیسې د لارې د بندېدو له کبله ایسار پاتې دي.

د ورځپاڼې په خبره، دغه خلک هڅه کوي، چې بېرته افغانستان ته واوړي، خو د پاکستاني ځواکونو لخوا اجازه نه ورکول کېږي، چې ډېرو یې په نویو جوړېدونکو ودانیو کې پنا اخېستې ده.

دغه ورځپاڼه همداراز وايي، چې تېره ورځ په تورخم کې ۳۹ تنو ناروغانو ته د پاکستاني ځواکونو لخوا اجازه ورکړل شوه، چې بېرته افغانستان ته ولاړ شي.

ورځپاڼې د چارواکو له خولې ویلي، چې د دغو ناروغانو د سفر اسناد او د روغتونونو سندونه کتل شوي او بیا ورته د اوښتو اجازه ورکړل شوه.

ګلف ټوډې

د انځور حقوق AFP/Gettyimages
Image caption د ابو محمد په نامه د دې سیمې یوه اوسېدونکي دې ورځپاڼې ته ویلي، له تېرو کابو دوو اونیو راهیسې د افغانانو په څېر کالي اغوستل د داعش لخوا پر خلکو تحمیل شوي او هر هغه څوک چې له دغه امره سرغړونه وکړي، بندي کېږي او جرمانه هم پرې لګول کېږي.

د ګلف ټوډې ورځپاڼې په یوه مطلب کې لیکلي، چې د "اسلامي دولت" په نامه وسله والې ډلې، یا داعش د سوریې په رقه ښار کې سړو ته امر کړی، چې د افغانانو په څېر کالي واغوندي، چې موخه یې په ملکي خلکو کې د خپلو جنګیالیو ور ګډول بلل شوي دي.

د ابو محمد په نامه د دې سیمې یوه اوسېدونکي دې ورځپاڼې ته ویلي، له تېرو کابو دوو اونیو راهیسې د افغانانو په څېر کالي اغوستل د داعش لخوا پر خلکو تحمیل شوي او هر هغه څوک چې له دغه امره سرغړونه وکړي، بندي کېږي او جرمانه هم پرې لګول کېږي.

د سوریې د بشري حقونو د څار برتانیا مېشتې ټولنې هم دا خبر تایید کړی دی. د دې ټولنې مشر دغې ورځپاڼې ته ویلي، چې داعش دا کار د دې لپاره کړی، چې هغه څارګر چې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو ته کوردینات ورکوي، په رقې کې به د ملکي خلکو او د داعش د جنګیالیو تر منځ توپیر نه شي کولای.

ګارډین

د برتانیې ګارډین ورځپاڼې د ماشومانو د ژغورنې د نړیوالې ټولنې د هغه رپوټ په اړه یو مطلب خپور کړی، چې پکې ویل شوي، په سوریې کې ماشومان په بېسارې توګه له سختو ذهني او عصبي ستونزو سره مخامخ دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ماشومانو د ژغورنې ټولنې ویلي، چې په سوریې کې اوسمهال کابو څوارلس میلیونه خلک مرستو ته اړتیا لري، چې شاوخوا دوه نیم میلیونه پکې ماشومان دي.

د سوریې په جنګځپلو سیمو کې د دغې تر سره شوې پراخې څېړنې په ترڅ کې شاوخوا اویا سلنه پوښتل شویو ماشومانو کې د اضطراب، وېرې او ذهني پرېشانۍ نښې لیدل شوې دي. د دغه رپوټ په خبره، په دوی کې ۷۸ سلنه ماشومان وخت ناوخت له ژور خفګان سره مخامخ دي.

په دې څېړنې کې همداراز ۵۱ سلنه پوښتل شویو لویانو ویلي، چې تنکي ځوانان د ذهني فشار له کبله نشو ته مخه کوي. ۵۹ سلنه لویانو ویلي، داسې ماشومان یې په خپله لیدلي چې په وسله والو ډلو کې جذب شوي دي. په دې رپوټ کې همدراز ویل شوي، چې په هرو څلورو کې یو سوریايي ماشوم اوس د عصبي روغتیا د یو نه یو ډول ناروغۍ له ګواښ سره مخامخ دی.

د ماشومانو د ژغورنې ټولنې ویلي، چې په سوریې کې اوسمهال کابو څوارلس میلیونه خلک مرستو ته اړتیا لري، چې شاوخوا دوه نیم میلیونه پکې ماشومان دي.

نیویارک ټایمز

د امریکا نیویارک ټایمز ورځپاڼې د ماشومانو د ملاتړ یوې ټولنې هغه رپوټ ته کتنه کړې، چې پکې ویل شوي په افغانستان کې په تېرو دوو کلونو کې پر روغتونونو او کلینیکونو باندې بریدونو کې زیاتوالی راغلی، چې له کبله یې د دغه هېواد روغتیايي سېستم لا پسې کمزوری شوی، چې په وینا یې لا له وړاندې له ډېرو ننګونو سره مخامخ دی.

پر ماشومانو او وسله والو کړکېچونو د څار په نامه ټولنې په وینا دغو بریدونو په داسې یوه هېواد کې د روغتیاپالنې چوپړونه محدود کړي، چې کابو درېمه برخه وګړي یې بنسټیزو روغتیايي اسانتیاو ته لاسرسی نه لري.

دغه رپوټ کې ویل شوي، چې په هلمند، کندوز، ننګرهار او وردګو کې په دې موده کې ۱۱۹ داسې پېښې شوې، چې روغتیايي ودانۍ او کارکوونکي پکې په نښه شوي دي.

د رپوټ په خبره، په دې کې ۹۵ پېښې د حکومت د وسله والو مخالفینو د بریدونو په پایله کې شوي او د ۲۳ نورو پړه یې پر حکومتي ځواکونو اچولې.

هندوستان ټایمز

د انځور حقوق TAWAB GHORZANG FB
Image caption ښاغلی اتمر وايي په "افغانستان کې تاوتریخوالی کورنۍ جګړه نه ده، بلکې دا د ترهګرۍ او افراطیت تر ټولو بد حالت دی."

اتمر: د ترهګرۍ ځپلو ته ګډې پوځي او ډیپلوماتیکې هڅې پکار دي

د هند هندوستان ټایمز ورځپاڼې په ډیلي کې د اسیا امنیتي غونډې ته د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حنیف اتمر د وینا په اړه یو مطلب خپور کړی.

د ورځپاڼې په خبره، ښاغلي اتمر د دې غونډې ګډونوالو ته وویل، چې ترهګري له اسلام سره تړل یو ناسم کار دی، ځکه په وینا یې د ترهګرۍ ډېر قربانیان مسلمانان دي او په خبره یې مسلمانانو د ترهګرۍ د ماتولو په لاره کې ډېرې سرښندنې کړې دي.

ښاغلي اتمر همداراز ویلي، چې د افغانستان او پاکستان په ګډون سوېلي اسیا یوه داسې سیمه ده، چې په نړیواله کچه د نړۍ تر ټولو ډېرې ترهګرې ډلې پکې راټولې شوې دي.

د نوموړي په خبره، د هغو ۹۸ ډلو له منځه ۲۰ هغه یې په دې سیمه کې فعالیت کوي، چې امریکا په رسمي توګه ترهګرې بللې دي. د ورځپاڼې په خبره، ښاغلي اتمر ویلي، چې په افغانستان کې یوازې په تېرو څوارلسو میاشتو کې ۱۰۵۰۰ کسان په ترهګریزو بریدونو کې وژل شوي دي.

ورته مطالب