د عکسونو البوم: هرات کې د ښځینه انځورګرو تابلوګانې

د افغانستان لوېدیځ هرات کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د څلورو ښځو په ګډون د پنځو انځورګرانو څلوېښت تابلوګانې نندارې ته اېښې دي. دا انځورونه له هراته زموږ همکار محمد قاضي زاده راستولي دي.

Image caption د هرات د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ملي نګارستان مدیریت د یوې اونۍ لپاره دا نندارتون پرانیستی.
Image caption په دې نندارتون کې د څلورو ښځو په ګډون د پنځو انځورګرانو څلوېښت تابلوګانې نندارې ته وړاندې کړې.
Image caption د ملي نګارستان مشره ممتاز سروریار وایي په ډېری تابلوګانو کې د افغانستان پېژندل شوې تاریخي ښځینه څېرې ښودل کېږي.
Image caption دا تابلوګانې په دریو میاشتو کې د ښځو د نړیوالې ورځې د لمانځلو په مناسبت جوړې شوې.
Image caption په هرات کې یوشمېر نجونو د ښار په زړه کې د کوڅه ډبو ځوانانو له خوا په بازار کې د ښځو د ځورونې په اړه اعتراضي غونډه وکړه.
Image caption د دې کمپاین ملاتړي، پر سړک د هوارو شویو کاغذونو پرمخ لاسلیک کوي. موخه یې د ښځو د حوقونو څخه د دفاع لپاره د یوه سمبولیک حرکت ترسره کول دي.
Image caption په هرات کې د ښځو د لاسي صنایعو د تولیداتو نندارتون (یکشنبه) د افغانستان د لومړۍ مېرمن رولا غنی له خوا پرانیستل شو.
Image caption په دې لوی نندارتون کې یوه خونه د هرات د ښځینه بندیانو د لاسي صنایعو لپاره بېله شوې.
Image caption په زندان کې ښځینه او نارینه بندیانو ته د دوی د اقتصاد د پیاوړي کولو لپاره مختلف کسبونه ورزده کول کېږي.
Image caption زندانیان او په ځانګړې توګه ښځینه بندیانې هم خپلو تولیداتو ته د بازار موندنې په هڅه کي دي.
Image caption د هرات محبس نارینه کسب ګر بندیان هم د لاسي صنایعو د تولید په ډګر کې فعال دي.
Image caption د هرات د مدني ټولنې یوه فعاله مېرمن عبیره ضیایي مهربانو بیا د بېوزله ښځو له خوا د جوړو شویو جامو لپاره یوه خونه جوړه کړې.
Image caption مېرمن ضیایي مهربانو وایي موخه یې دا ده چې بېوزله ښځې کار ته وهڅوي او تولیداتو ته یې بازار پيدا کړي.
د انځور حقوق FB: Abeer Ziaye
Image caption مېرمن مهربانو پر فیسبوک هم د دی ډول تولیداتو د ښودلو لپاره ځانګړې پاڼه جوړه کړې.

اړونده مطالب