کابل کې پر پوځي روغتون وسله وال برید ۳۰ کسان ووژل

کابل د انځور حقوق EPA/ JAWAD JALALI
Image caption په دغو عملیاتو کې د افغانستان د پوځ او پولیسو ځانګړي ځواکونه ښکېل و

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، کابل کې د سردار محمد داوود خان پر پوځي روغتون ډله ییز ځانمرګی برید د څلورو ځانمرګو په وژل کېدو پایته رسېدلی.

ددغه وزارت ویاند دولت وزیري بي بي سي ته وویل؛ پر دغه ۴۰۰ بستریز روغتون برید کې تر ۳۰ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۰ نور ټپیان شوي دي.

هغه ونه ویل چې په وژل شویو او ټپیانو کې څومره پوځيان او ولسي وګړي دي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند د معلوماتو له مخې، نن سهار شاوخوا ۹ بجې یوه "ترهګر" ځان ته د روغتون په سوېلي دروازه کې چاودنه ورکړه.

هغه وویل چاودنې سره ورته وخت کې درېیو نورو کسانو چې په درېیم او څلور پوړ کې و او سپکې وسلې او لاسي بمونه ورسره و، ډزې پيل کړې.

نښتې شاوخوا اووه ساعته دوام وکړ او له غرمې وروسته په ۳:۳۰ بجو د ټولو بریدګرو په وژل کېدو پایته ورسېد.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد کابل کې پر دغه روغتون برید کې د طالبانو لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې ددې ډلې جنګیالیو پورې اړه نه لري.

د افغانستان امنیتي ځواکونو له ځمکې او هوا نه دغه تر ټولو ستر پوځي روغتون ته ننوتل او له دوو بریدګرو سره چې په ودانۍ کې و جګړه پيل کړه.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سردار محمد داوود خان روغتون په افغانستان کې ترټولو ستر پوځي روغتون دی چې د پوځیانو ترڅنګ ولسي وګړي هم د درملنې لپاره ورځي
د انځور حقوق Reuters
Image caption کومانډو ځواکونه د سردار محمد داود خان روغتون پر بام کوز کړل شوي
د انځور حقوق Reuters

په روغتون کې عیني شاهدانو د درېیو چاودنو غږونه اورېدلی چې د ودانۍ په اووم پوړ کې وو.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) هم پر ۴۰۰ بستریز روغتون د برید غندنې ترڅنګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې "دا ډارن برید له بنسټه د انسانیت ترټولو ابتدایي اصولو ردول ښيي."

د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیالې پارنیلي کارډیل ویلي، "له هرډول پوښتنې پرته دا بې رحمي ده او مسوولان یې باید محاکمې ته راکاږل شي."

په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو پر خپل ټویټر اعلان کړی چې د روغتون وضعیت څاري او د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره همکارۍ ته چمتو دي.

د ناټو چارواکو د برید د غندلو ترڅنګ هغه د نه باور وړ بللی او زیاته کړې یې ده چې "اورپکو پر یوه روغتون برید سره انسانیت ته خپله مطلقه بې احترام وښوده."

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو خبرو کې ویلي، "پر روغتون برید د افغانستان پر ټولو خلکو برید دی."

وړاندې د افغانستان حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم دا برید وغنده او ویې ویل چې موږ د خپلو خلکو د وینې غچ اخلو.

کابل کي د بریتانیا سفیر ددي برید غندلو ترڅنګ هغه بد او د کرکې وړ بللی دی.

د سردار محمد داوود خان په روغتون کې عیني شاهدانو او سرچینو تایید کړې چې لومړی ددغه پوځي روغتون په دروازه کې ډزې وشوې او ورپسې چاودنه وشوه.

تراوسه ددې برید جزییات په واک کې نشته او نه یې مسوولیت لا کومې ډلې پر غاړه اخیستی.

Image caption د سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتون د افغانستان کې ترټولو ستر پوځي روغتون دی چې د سرتېرو او پوځي چارواکو ترڅنګ ملکي کسان هم د درملنې لپاره ورځي.

د سردار محمد داوود خان روغتون د کابل په ډیپلوماتیکه ساحه کې موقعیت لري چې سخت امنیت یې نیول کېږي. د روغتون په ګاونډ کې د نړیوالو ځواکونو پوځي اډه او ورڅېرمه د امریکا سفارت هم موقعیت لري.

د سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتون د افغانستان کې ترټولو ستر پوځي روغتون دی چې د سرتېرو او پوځي چارواکو ترڅنګ ملکي کسان هم د درملنې لپاره ورځي.

په ۱۳۹۰ کال کې هم پر دغه روغتون ځانمرګي برید شپږ کسان ووژل او ۲۳ نور یې ټپیان کړل. د برید مسولیت طالبانو پرغاړه اخیستی و.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د افغانستان د پوځ یوه چورلکه د برید سیمې پر سر ګرځي

ورته مطالب