هرات: د چاپېریال ککړتیا مخنیوي لپاره فلټرونه

هرات د انځور حقوق .
Image caption هرات کې د هوا ککړتیا معلومولو لپاره امکانات نه شته، خو چارواکي وايي د ډبرو سکرو کاروول ښايي د هوا ککړتیا لوی لامل وي

هرات کې ځايي چارواکي وايي، په حمامونو کې ډبرو سکرو کارېدل د هوا ککړتیا لوی لامل دی. د چاپېریال ساتنې ادارې چارواکي ټینګار کوي، چې باید حمامونو کې د لوګي تصفیې لپاره فلټرونه ولګول شي.

هرات کې نژدې ۱۵۰ حمامونه فعالیت کوي، چې نژدې ټول یې د اوبو تودولو لپاره د ډبرو سکاره کارووي.

د هرات جامع جومات بیارغول کېږي

"د هرات ځینې خصوصي ښوونځي پروا نه لري زدکوونکي یې ټولګي کې شته که نه"

هرات کې د هوا ککړتیا د کچې معلومولو امکانات نه شته، خو د چاپېریال ساتنې اداره وايي، حمامونو کې د ډبرو سکرو سوځېدل د هوا ککړتیا یو لوی لامل دی.

یو شمېر ځايي اوسېدونکي هم له حمامونو د پورته کېدونکو لوګیو په اړه شکایت کوي. د هرات ښار یو اوسېدونکی غلام نبي په دې اړه وايي:

'' چاپیریال چې ککړ وي هر ډول ناروغۍ هم پيدا کېږی. ډېر خلک ساه لنډي لري. مازدیګر او سهار مهال لوګي ډېرشي، د ټانکونو په څېر لوګي ترې خېژي. ''

که څه هم د جواز ورکولو پر مهال د حمامونو څښتنانو ته په لیکلې بڼه ویل کېږي، چې باید د اوبو تودولو لپاره برېښنا یا ګاز وکاروي، خو دغه لارښوونې تر ډېره بریده نه عملي کېږي.

چارواکي وایي هر حمام په ورځ کې نژدې یو ټن د ډبرو سکاره کاروي. هرات خپله د سکرو کان لري، خو ځيني وایي داسې ښکاري، چې تر ټولو د ناوړه کیفیت سکاره حمامونو ته ورکول کېږي.

د هرات د چاپيریال ساتني د ادارې مشر نصیر احمد فضلي وایي، که حمامونه په زوره د ګاز او برېښنا مصرفولو ته اړ شي، ناوړه اغیز به یې عام بیوزله خلک احساس کړي:

. ښاغلی فضلی وایی:

''که ګاز وکارووي، دا به هغه خلکو ته لویه ضربه وي چی له بیوزلی ځوریږي. عام خلک په کورونو کې ګاز کاروي او که حمامونه یې هم مصرف کړي، بیه به یې ډېره لوړه شي، ځکه غوښتنه به یې ډېره شي. حمامونه برېښنا هم نه شي کارولی، ځکه وارداتي برېښنا ده. دا ټولې ننګونې دي ''

د انځور حقوق .

له ټولو حمامونو غوښتل شوي چې د لوګي د تصفیه کولو فلترونه نصب کړي او د چاپيریال ساتنې ادارې چارواکي وایي، شل حمامونه اوس فلټر لري، چې په وینا یې تر یوه ځایه یی ګټه هم رسولې.

د حمامونو لپاره په لاس د فلټر جوړول شاوخوا ۳۰ زره افغانۍ لګښت غواړي، خو د معیاري فلټرونو راوړل ډېرې پېسې غواړي، چې ویل کېږي حمامونه یې پېرلو ته زړه نه شي ښه کولای.

اړونده مطالب

ورته مطالب