د طالبانو پلاوي ' چین ته سفر کړی'

د انځور حقوق .
Image caption د ورځپاڼې په خبره طالبانو ته نژدې کسانو، چې قطر دفتر کې د طالبانو له فعالیتونو خبر دي، چین ته د طالب پلاوي سفر تایید کړی

د پاکستاني رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې د چینايي چارواکو په بلنه د طالبانو یوه پلاوي دغفه هېواد ته سفر کړی دی.

د پاکستان ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې د طالبانو له قوله ویلي، چې دغه پلاوي قطر کې د طالبانو د دفتر مشر شیرعباس ستانکزي په مشرۍ له چینايي چارواکو سره خبرې کړې دي.

ویل کېږي پلاوي کې مولوي شهاب‌الدین دلاور، جان محمد مدني، سلام حنیفي او ډاکټر صالح هم دغه پلاوي کې شامل وو.

اشرف غني: که طالبان سوله نه کوي، د قطر دفتر دې وتړل شي

ایکسپرس ټریبیون: طالبان د روسيې په ملاتړ وتوانېدل يوۀ کال کې دوه ځله کندز ونيسي

د ورځپاڼې په خبره طالبانو ته نژدې کسانو، چې قطر دفتر کې د طالبانو له فعالیتونو خبر دي، چین ته د طالب پلاوي سفر تایید کړی دی.

بل لور ته د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي، چې د دوی د ملګرو یو پلاوی یوه نیمه میاشت مخکې چین ته تللی و، خو نوموړي په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي او نه یې پلاوي کې د شاملو کسانو یا د دوی د سفر هدف په اړه څه ویلي دي.

چین دا وروستیو کې د افغان حکومت د هغو هڅو ملاتړ اعلان کړی، چې له خپلو مخالفانو سره یې د خبرو لپاره کوي داسې هم ویل کېږي چین طالبان له افغان حکومت سره د خبرو لپاره هڅوي.

تېر کال افغانستان کې د سولې لپاره د چین، امریکا، پاکستان او افغانستان په ګډون څو ځلې خبرې وشوې او په وروستۍ ناسته کې له طالبانو وغوښتل شول، چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي.

خو طالبانو دغه غوښتنه رد کړه او له تېر یوه کال راهیسې افغانستان کې سختې جګړې دوام وکړ.

د دې تر څنګ د افغانستان او پاکستان تر منځ هم اړیکي ترینګلي شول. دا وروستیو کې افغان ولسمشر له قطر حکومته وغوښتل، چې که طالبان له جګړې لاس نه اخلي باید قطر کې د دوی دفتر وتړل شي.

اړونده مطالب