نابینا بنفشه د نورو نابینایانو لاسنیوی کوي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
بنفشه یعقوبي ۳۰ کاله عمر لري او تر دې دمه یې د نابینایانو د حقوقو د غوښتنې لپاره په ځلونو ځلونو غږ پورته کړی

بنفشه یعقوبي یوه افغانه نابینا مېرمنه له خپل نابینا مېړه مهدي سره یوځای د نورو نابینایانو لپاره د زده کړو یو مرکز سمبالوي.

بنفشه وایي، معلولیت ورته محرمیت نه ښکاري، که څه هم په ځلونو ځلونو غورځیدلې خو د پورته کېدو هوډ یې لاپسې زیات شوی، خو د شاته پاتې کېدو وېره هم نه لري.

افغانستان کې د نابینایانو په اړه کره شمېرې نه شته، خو کار او ټولنیزو چارو وزارت یې شمېرې شاوخوا یو میلیون ښيي چې له حکومت سره ثبت او راجستر دي. په ټولو بڼو د افغان معلولینو شمېر د هېواد د وګړو پنځلس په سلو کې یاد شوی.

بنفشه یعقوبي له خپل مېړه سره په کال ۱۳۸۹ کې له ایرانه کابل ته راستنه شوه او دلته یې د ''راه یاب'' یا (لار موندنې) په نامه د نابینایانو د زده کړو مرکز جوړ کړ، چې یو سلو شل تنه زده کوونکي په دې کې په زده کړو بوخت دي.

د برېل لیک نړیواله ورځ او د افغان نابینایانو ستونزې

مشهوره برتانوۍ هنرمنده: هو واده مې کړی

ناروغو میندوارو ښځو ته د درملنې په اړه معلومات ورکول څومره مهم دي؟

رواني مشورې

خو د نوموړې عدالت غوښتنې غږ د ټولو نابینایانو لپاره دی.

دې مرکز ته نابینا نارینه، مېرمنې او ماشومان راځي چې د زده کړو ترڅنګ رواني مشورې هم ورته ورکول کېږي تر څو خپل معلولیت درک او ژوند وپايي.

بنفشه یعقوبي ۳۰ کاله عمر لري او تر دې دمه یې د نابینایانو د حقوقو د غوښتنې لپاره په ځلونو ځلونو غږ پورته کړی. نوموړې د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د عدالت غوښتنې د کمېټې غړیتوب هم لري.

Image caption بنفشه یعقوبي کابل کې له لسګونو نورو نابینایانو سره مرسته کوي

هغه د یو نابینا د زړه خواله د شعرونو په چوکاټ کې هم کړې چې د شعرونو ټولګه یې په نژدې راتلونکي کې چاپېږي، خو هغه ترانې چې د زده کړې په دې مرکز کې د نابینا ماشومانو له خوا ویل کېږي د دې د قلم برکت دی.

افغانستان کې شاید داسې مېرمنې چې معلولیت ولري او ځان لوړ موقف ته ورسوي ډېرې کمې یا هم شاید په نشت حسابې وي. بنفشه یعقوبي د خپل پرمختګ لامل خپله کورنۍ یادوي:

"زه منم چې زه نابینا یم، خو له ماشومتوبه تر اوسه کورنۍ مې له ما سره داسې چلند نه دی کړی چې دا احساس یې راکړی وي."

دا مېرمن د خپلې لاسي لکړې په مرسته د سیاستوالو دفترونو ته ورځي چې هغوی ته د ټولنې د خپل رنګ وګړي وریاد کړي.

اوس به ړانده هم قر

اېما واټسن: زما سینې له فېمېنزم سره څه اړیکه لري؟

بنفشه یعقوبي وايي افغانستان کې ډېری کورنۍ خپل معلول ماشومان نه مني او څنډې ته کوي یې حال دا چې دوی هم د ځانګړو استعدادونو نه برخمن دي اړه لري دې ته چې کورنۍ ورباندې فکر وکړي.

بنفشه د سیاسي علومو برخه کې لوړې زده کړې کړي او ماسټري یې په نړیوالو اړیکو کې کړې ده خو د دوکټورا د اخیستو لپاره هم هلې ځلې کوي.

زده کړې ته هوډ

بنفشې پنځه کاله مخکې له خپل نابینا مېړه سره په خپله خوښه واده وکړ.

ایران کې یې لکه ډېرو د نورو کډوالو د مهاجرت خوږې ترخې څکلې دي:

"ایران کې په ځلونو ځلونو له ټولګي څخه وویستل شوم، خو مینه مې له زده کړو سره دومره وه چې بیا پرې ورغلم تر هغه چې زده کړې مې بشپړې کړې."

Image caption بنفشه یعقوبي له خپل مېړه سره په کال ۱۳۸۹ کې له ایرانه کابل ته راستنه شوه او دلته یې د ''راه یاب'' یا (لار موندنې) په نامه د نابینایانو د زده کړو مرکز جوړ کړ، چې یو سلو شل تنه زده کوونکي په دې کې په زده کړو بوخت دي.

مېرمن یعقوبي ټولنه کې د نابینایانو سره د ښه چلند نه کولو نه کړېږي. خو هوډمنه ده چې یوه ورځ به د ټولنې فکر د دوی په وړاندې بدل شي.

د ''راه یاب'' په نامه مؤسسې نه تر دې دمه لس تنه ظرفیت لروونکي مېرمنې او نارینه فارغ شوي چې اوس ورته د کار موندنې هڅې روانې دي.

دا مؤسسه د هغو ماشومانو لپاره چې غواړي ښوونځیو ته لاړ شي، د چمتووالي درسونه هم ورکوي.

اېما واټسن: زما سینې له فېمېنزم سره څه اړیکه لري؟

مېرمن یعقوبي د خپل ګډ ژوند په اړه وايي:

"که څه هم ژوند مو له نورو کسانو سره ډېر توپیر لري، خو لکه ملګرو ژوند لرو. زه او مهدي ډېر خوشحاله یو."

د بنفشې مېړه مهدي هم په ''راه یاب'' مؤسسه کې د ښوونکي دنده ترسره کوي.

دوی د کابل په لوېدیځ کې په یو کرايي کور کې ژوند کوي، چې له سهارنۍ خوړولو وروسته په دفتر بدلېږي او ډله ډله ماشومان او مېرمنې د زده کړو په موخه ورته راځي.

د بنفشې کور د یوې لویې انساني خواخوږۍ منظر دی. یوه جوړه چې سترګې یې نه ګوري زړونه یې د لید رڼا لري او په نورو لورینه چې معلول ته دې د نیمګړي انسان په سترګه ورته ونه کتل شي.

Image caption دوی د کابل په لوېدیځ کې په یو کرايي کور کې ژوند کوي، چې له سهارنۍ خوړولو وروسته په دفتر بدلېږي او ډله ډله ماشومان او مېرمنې د زده کړو په موخه ورته راځي.

اړونده مطالب

ورته مطالب