"یو شمېر ښځې په لوړ مقام کې بله ښځه نه شي زغملی"

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
بي بي سي سره مرکه کې مېرمن کوفي دا هم وویل چې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د مخنیوي او د ښځو د خوندیتوب پر مسلو "ځینې قاضیان او پولیس باور نه لري".

بي بي سي سره مرکه کې د افغانستان د ولسې جرګې غړې فوزیه کوفي وویل، دولتي مقامونو کې د کارکوونکو مېرمنو ملاتړ، د نورو ښځو له خوا نه کېږي.

مېرمن کوفي د داسې یوې ښځې په توګه چې له کلونو راهیسې د ولسې جرګې غړې ده وايي: "رښتیا ده چې موږ په دودیز ډول منلې چې په لوړو څوکیو کې باید تل نارینه کار وکړي، که ښځه په لوړو څوکیو کې کار وکړي نو د نورو ښځو له خوا نه زغمل کېږي."

زرینه: مېړه مې وویل غوږونه دې پرې کوم چې بیا واده ونه کړای شې

د فرخندې د وژنې دوسيه بيا څېړل کېږي

د مېرمن کوفي په اند لوړو څوکیو کې یو شمېر ښځې هم خپل لومړنی مسولیت له یاده باسي. د دې په وینا "یو شمېر ښځې چې پر لوړو څوکیو وګمارلې شي له یاده باسي چې د ښځو استازي دي". مېرمن کوفي دا هغه لومړیتوب بولي چې ښځې یې باید په یاد ولري.

د ښځو پر وړاندې زور زیاتی

د ښځو د نړېوالې ورځې په پار بي بي سي د ځانګړو پروګرامونو په لړ کې له مېرمن کوفي د هغو پوښتنو د ځوابولو غوښتنه وکړه چې یو شمېر ښځو بي بي سي ته استولي ول.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
مېرمن کوفي وايي، که ښځې له کورني تاوتریخوالي کړېږي، کولی شي سیمه ییزو ادارو ته مراجعه وکړي.

د ښځو د خوندیتابه او دا چې د نړیوالو مرستو سره سره افغان مېرمنې ولې اوس هم له ډېرو لویو ستونزو سره مخ دي، د ډېرو ښځو اندېښنه وه.

د ښځو پر حقونو بې باوري

د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي کې مېرمن کوفي هغه سړي ګرم بولي چې د ښځو انساني حقونو ته پام نه اړوي، خو تر هغه هم د خواشینۍ وړ خبره د دې په وینا دا ده چې د عدلي او قضايي دستګاه یو شمېر کارکوونکي قانون کې پر یادو شویو ارزښتونو بې باوره دي.

د دې په وینا د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د مخنیوي او د ښځو د خوندیتوب پر مسلو "ځینې قاضیان او پولیس باور نه لري".

افغانستان کې هرکال له ښځو سره تاوتریخوالی ډېرېږي

د خوستیو ښځو پروړاندې تاوتریخوالی؛ ډېر شوی که کم شوی؟

خو له شتوو ستونزو سره سره مېرمن کوفي د تېرو ۱۵ کلونو بدلونونو ته په اشارې وايي چې د ښځو لپاره د زده کړې د اسانتیا او روغتیا په برخه کې شوي فعالیتونه هيله بخښونکي دي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
فوزیه کوفي وايي اوس د طلاق اخیستو لپاره هر ځای سیمه ییزې ادارې شته.

اغلې کوفي له ډېرو مهمو ګامونو یو هغه قانون بولي چې د ښځو د ځورونې او یا "قصداً د نوم بدې کولو په موخه د یوې ښځې د هویت افشا کوونکي به تر عدلي او قضايي ادارو ته پېژندل کېږي."

د مجاهدینو د حکومت پرمهال خپل منځۍ جګړې روانې وې او د طالبانو واکمنۍ کې د دوی له خوا په لمانځل کېدونکو ورځو کې د مارچ اتمې ځای نه درلود.

خو د ځینو نیوکګرو په آند له تېرو نژدې ۱۵ کلونو راهیسې چې هم نړیواله ټولنه په ځانګړي ډول د ښځو د ستونزو د اوارۍ لپاره مرستې کوي او هم افغان دولت یې له منځه وړلو ته ځان ژمن بولي، د هر مارچ پر اتمې په سلګونو ښځې د تاوتریخوالي، فساد او یا د بې غورۍ له کبله د روغتونو پر بسترونو او د زندان د میلو تر شا ورځ تېروي.