امریکايي پوځ افغانستان کې د سرتېرو ډېرول غواړي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له جېمز ووټل مخکې جان نېکولسن هم ورته غوښتنه کړې وه.

په منځني ختیځ کې د امریکا تر ټولو لوړپوړي پوځي چارواکي د متحده ایالتونو پارلمان ته ویلي، چې د افغان ځواکونو د روزنې او سلاکارۍ لپاره افغانستان کې لا ډېرو امریکايي ځواکونو ته اړتیا ده.

د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال جوزف ووټل د پنجشنبې په ورځ پارلمان ته په خبرو کې وویل، دا هم شونې ده، چې له داعش سره د مبارزې لپاره هم عراق او سوریې ته لا ډېر امریکايي ځواکونه واستول شي.

کله چې د مشرانو جرګې د وسلوالو ځواکونو جرګه ګۍ له ښاغلي ووټل وپوښتل چې د امریکا د تاریخ په تر ټولو اوږده جګړه کې د دغه هېواد د نورو ګامونو په هکله د ښاغلي ټرمپ حکومت ته څه سپارښتنې لرئ، نو هغه وویل: "باوري یم د افغان ځواکونو سره د مرستې او سلاکارۍ ماموریت د ډېر اغېز لپاره لا ډېرو ځواکونو ته اړتیا ده."

* افغانستان او پاکستان ته به د ټرمپ تګلاره څنګه وي؟

* نړیوال ځواکونه د افغانستان په نوې "لویه لوبه" کې خپل زور ازمويي

د هغه په خبره، په افغانستان کې د ځواکونو په زیاتېدلو سره باید پر اوسنۍ ستراتیژۍ کتنه وشی. داسې ستراتیژي چې تر ډېره امریکايي ځواکونه پکې د سلاکارۍ رول لري او له مخې یې یواځې امریکايي کومندویان یواځې هغه وخت جګړې ته ور دانګۍ چې له برید سره مخ شي.

اوس که د امریکا حکومت دا سپارښتنې مي، نو د هغه څو کلن بهیر بدلول دي چې پکې له افغانستان د دغه هېواد ځواکونه ګام په ګام کم شوي دي، په داسې ډول چې پر ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کال له یو لک سرتېرو اوس ۸۴۰۰ پوځیانو ته کم شوي دي.

د امریکا د پوځ د مرکزي قومنداني د قومندان دا خبرې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو د قومندان جنرال جان نیکولسن له خبرو وروسته دي.

هغه هم دغې جرګه ګۍ ته ویلي و، چې ممکن د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت لپاره نورو "څو زرو امریکايي ځواکونو" ته اړتیا ولري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امریکايي سرتېري د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت لري.

په افغان جګړه کې د امریکايي ځواکونو شمېر میاشت په میاشت کمېږي یا زیاتېږي.

جنرال نیکولسن واک لري چې هر وخت څو سوه امریکايي سرتېري د نړیوال ایتلاف د ملاتړ لپاره د لنډ وخت لپاره افغانستان ته بوځي.

دغه لنډمهالي لېږل شوي پوځیان په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له ټاکلي شمېر سرغړونه نه بلل کېږي.

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټیس هم ویلي چې ډېر ژر به په افغانستان کې د متحده ایالتونو د ځواکونو د شمېر زیاتولو یا نه زیاتولو په هکله پرېکړه وکړي.

ورته مطالب