ملګري ملتونه: افغانستان کې امنيتي وضعیت لا ډېر ترینګلی شوی

د انځور حقوق AP
Image caption ملګري ملتونه وایي، د افغانستان شمال کې هم د جګړې لمن پراخه شوې ده.

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې امنيتي وضعیت تر پخوا لا ډير خراب شوی او د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې چې په ۲۰۱۶ کې خپلې لوړې کچې ته رسېدلې وې، په ۲۰۱۷ کې به هم دوام وکړي.

ملګرو ملتونو د افغانستان د وضعیت په اړه تازه رپوټ کې ویلي چې په ۲۰۱۶ کال کې یې نږدې ۲۴۰۰ امنیتی پېښې ثبت کړې او دا د ۲۰۱۵ کال په پرتله ۵ سلنه ډېرې دي.

* د پاکستان لپاره افغانستان غوره دوست کېدلی شي

* د افغانستان او پاکستان تر منځ ټولې لارې بېرته تړل شوې

د ملګرو ملتو په رپوټ کې دا هم راغلي چې د دې پېښوې ۵۰ سلنه په پنځو سوېلي او ختیزو ولایتونو کې راغلې، خو په شمال او شمال ختیځ کې هم د طالبانو فعالیتونو جنګي جعرافیا پراخه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې، د اسلامي دولت په نوم داعش ډله په ننګرهار، کونړ او نورستان ولایت کې لا هم شته.

رپوټونه هم وایي، چې د افغان ځواکونو له چاڼیزو عملیاتو سره سره داعش وسلوال بیا دغو سیمو ته ستانه شوي دي.

د داعش اړوند وسلوالو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې پر سردار محمد داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتون برید وکړ، چې له امله یې ۳۰ کسان ووژل او ۵۰ ټپیان شول.

د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې، افغان ځواکونه د عملیاتي وړتیا ترڅنګ لا هم له پاموړ ننګونو سره مخ دي.

د ګواښ درې چندوالی

د انځور حقوق .
Image caption داعش پر سردار محمد داوود خان پوځي روغتون د برید مسوولیت منلی.

بلخوا د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمد حنیف اتمر چې تازه يې په هند کې د اسیا په ۱۹ امنيتي کنفرانس کې ګډون کړی، ټایمز اف انډيا ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، دښمن يې تر هغه وخته درې برابره (لوی) دی چې دوی له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۴ ورسره په جګړه کې وو.

د ښاغلي اتمر په خبره، هغه مهال افغان ځواکونو له ځانه سره د ۱۵۰ زرو نړيوالو ځواکونو ملاتړ هم درلود.

په ورته مهال په منځني ختیځ کې د امریکا تر ټولو لوړپوړي پوځي چارواکي د د دغه هېواد مشرانو جرګه کې د وسلوالو خدمتونو جرګه ګۍ ته ویلي، چې د افغان ځواکونو د روزنې او سلاکارۍ لپاره افغانستان کې لا ډېرو امریکايي ځواکونو ته اړتیا ده.

د جنرال جوزف ووټل په خبره، "د افغان ځواکونو سره د مرستې او سلاکارۍ ماموریت د ډېر اغېز لپاره لا ډېرو ځواکونو ته اړتیا ده."

* "اسلامي دولت" په افغانستان کې څومره بريالی دی؟

* "داعش په پښتونخوا کې جذبېدونکي وسلوال افغانستان ته لېږي"

د امریکا دفاع وزیر جېمز مټیس هم ویلي چې ډېر ژر به په افغانستان کې د متحده ایالتونو د ځواکونو د شمېر زیاتولو یا نه زیاتولو په هکله پرېکړه وکړي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري له بي بي سي سره په خبرو کې د امريکايي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال جوزف ووټل د دې غوښتنې هر کلی وکړ.

د نوموړي په خبره، په هره بڼه چې کیږي، په دې هیواد کې دې جګړه پای ته ورسول شي او افغان ځواکونو سره دې مرسته وشي چې پخپلو پښو ودريږي.

د انځور حقوق AP
Image caption ملګري ملتونه وايي، افغان ځواکونه له پاموړ ننګونو سره مخ دي.

ورته مطالب