امرالله صالح وزیر او نادر نادري د اداري اصلاحاتو کمېسیون مشر

د انځور حقوق ARG
Image caption له ارګ نه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه وزارت دنده به د پوځ او پولیسو د لوړپوړو افسرانو ګومارنه او ترفیع چارو کې ولسمشر ته مشوره ورکول وي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان له مخې 'د امنیتي سکتور اصلاحاتو چارو لپاره د دولت وزارت ' په نامه یو نوی وزارت رامنځته کړی او د افغانستان ملي امنیت ادارې پخوانی مشر امرالله یې صالح یې د وزیر په توګه ورته ټاکلی دی.

له ارګ نه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغه وزارت دنده به د پوځ او پولیسو د لوړپوړو افسرانو ګومارنه او ترفیع چارو کې ولسمشر ته مشوره ورکول وي.

د ولسمشر په فرمان کې له دفاع او کورنیو چارو وزارتونو غوښتل شوي، چې د اصلاحاتو لړ کې د د دولت له وزیر سره هر اړخیزه مرسته وکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption امرالله صالح ۱۹۸۹ کال کې له دندې استعفا وکړه

امرالله صالح ۱۳۸۹ کال کې له دندې استعفا وکړه او د 'زرغون بهیر ' په نوم یې یو مرکز جوړ کړ.

مسعود اندرابي د ملي امنيت سرپرست مشر وټاکل شو

اتمر او صالح: په افغانستان کې امريکايي دايمي اډې اړينې دي

بل لور ته تر شپږ میاشتو انتظار وروسته د افغانستان د اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون نوي مشر نن خپله دنده پیل کړه.

پر دغه دنده د ښاغلي نادر نادري د ټاکلو حکم د روان لمریز کال په زمري میاشت کې د ولسمشر لخوا لاسلیک شو، چې هغه وخت د اجراییه رییس عبدالله عبدالله د مخالفت له امله پلی نه شو.

خو نن خپله عبدالله عبدالله د ښاغلي نادري د معرفي لپاره اداري اصلاحاتو ته ورغلی و.

ښاغلي نادري چې له دې مخکې یې د افغان ولسمشر د ستر سلاکار په توګه دنده تر سره کوله د تېر اګست میاشت کې د اداري اصلاحاتو کمېسیون د مشر په توګه وټکل شو.

خو داسې ویل کېدل، چې ګواکې د افغانستان حکومت اجرايي رییس عبدالله عبدالله دغه مقام ته د نوموړي د ګومارنې مخالفت کاوه.

د انځور حقوق PRESIDENT.GOV.AF
Image caption نادر نادري د تېر اګست میاشت کې د اداري اصلاحاتو کمېسیون د مشر په توګه وټکل شو.

تېره وږي میاشت کې افغان حکومت اعلان وکړ، چې ښاغلی نادري د عمومي او ستراتيژیکو اړیکو برخه کې د ولسمشر ستر سلاکار په توګه ټاکل شوی دی او له دې مخکې نوموړی د بیان ازادۍ لړ کې د افتخاري سفیر په توګه ګومارل شوی و.

نوموړي له دې مخکې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون کمیشنر او ویاند په توګه هم دنده ترسره کړې.

نادر نادري څلور کاله مخکې د قانون پلي کېدو او قضايي چارو کې د لیبیا حکومت سلاکار په توګه دنده تر سره کړې او وروسته یې افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو ( فیفا ) د مشر په توګه دنده تر سره کړې ده.

اړونده مطالب

ورته مطالب