له تاوتريخوالي سره مخ افغان مېرمنو لپاره د روانې درمنلې مرکز جوړېږي

د انځور حقوق AFP
Image caption که چیرې په لومړیو کې د دغو مېرمنو درملنه ونه شي د رواني ستونزو په پرمختګ سره ممکن دوی ځان وژنه یا ځان سوزونه وکړي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ځانګړې څارنوالي وايي، له تاوتریخوالي سره مخ هغه مېرمنې چې دوی ته مراجعه کوي د رواني درملنې لپاره به یې ډېر ژر د یوې موسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړي.

د دغې څارنوالۍ مشره پروین رحیمي وايي، که چیرې په لومړیو کې د دغو مېرمنو درملنه ونه شي د رواني ستونزو په پرمختګ سره ممکن دوی ځان وژنه یا ځان سوزونه وکړي.

په افغانستان کې د رواني درملنې مرکزونه شته خو د ښځو لپاره کوم ځانګړی مرکز شتون نه لري.

۱۰۰ ښځې: د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د یوې افغانې انځورګري

ولې موږ ښځې مرګونې کیسې پټې ساتو؟

هغه مېرمنې چې تاوتریخوالی ورسره شوی یوه هم روشن محسني ده دا وايي، په داسې عمر کې کوژده شوې وه چې د واده او کوژدې په معنی نه پوهیده.

دا د خپل ژوند د تجربې پر بنسټ وايي، له تاوتریخوالي سره مخ ښځو لپاره د رواني ډاکټرانو مشورې ډېرې اړینې وي او کولی شي د دوی ژوند وژغوري.

اغلې روشن وايي، "ما خپله کله چې دا ستونزې درلودې داسې احساس مې کاوه چې له ژونده ډېره ستړې شوې یم روح او روان مې ستړی شوی یعنی ځان مې ډېر کمزوری احساس کاوه."

د نوموړې په وينا، "که چېرې یوه مېرمن یوه رواني ډاکټر ته مراجعه وکړي او خپل د زړه درد ورته ووايي او هغه ډاکټر ورته لارښونه وکړي او ښې لارې ور وښي نو هغه مېرمن به هېڅ وخت ځان وژنه ونه کړي."

يو افغان ډاکتر شرف الدين عظيمي وايي، افغان مېرمنې له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د دې ډول روانې درملنې مرکزونو جوړول ډېر اړين دي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ځانګړې څارنوالي وایي، روان کال یې د افغانستان په کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۴۴۲ دوسیې ارزولې دي.

د دغې ادراې په وینا، په کابل کې ۱۳۷۵، په ننګرهار کې ۱۱۶ او په هرات کې ۲۵۰ د تاوتریخوالي دوسیې ارزول شوې دي.

څو ورځې وړاندې د بشري حقونو کمیسیون په خپل کلني راپور کې وویل چې روان کال یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۶۰۰ پېښې ثبت کړې چې له دې ډلې ۲۳۴ د پت په نامه وژنې دي.

دغه ریپوټ ښيي چې ۵۰۰ پېښې د بېلتون لامل شوې او تاوتریخوالي یو شمېر کورنۍ سره وېشلي دي.

ثبت شوي پېښې په ډاګه کوي چې ۵۲ د ځان وژنې ، ۲۲۰ پېښې د ځان سوزنې لامل شوې.

اړونده مطالب

ورته مطالب