د بلوچستان سوداګر او مشران: پاکستان دې تړلې لار ژر پرانیزي

د انځور حقوق .
Image caption سوداګر وایي، که پاکستان لار نه پرانیزي دوی به پاکستان کې لارې وتړی.

د بلوچستان په چمن کې سوداګر او د سیاسي ګوندونو مشران وايي، د ډيورنډ کرښې د پرانیستلو لپاره به مظاهرې وکړي.

د بلوچستان مرکز کوټه کې خبري غونډې ته سوداګرو او سیاسی مشرانو وویل، د لارې بندېدلو له امله نه یواځې سوداګر زیانمنېږی، چې په زرګونو خلک هم بې کاره شوي دي.

په خبري غونډه کې د تحریک انصاف ځايي مشر نذیر اڅکزي وویل، د چمن سوداګر له حکومت غواړي چې د قانوني سوداګرۍ لپاره سملاسی لار پرانیستل شي.

* له ډیورنډ کرښې سره ۵۰۰۰ کانټینر ایسار دي

* د دروازو په تړلو پاکستان افغان سوداګرو ته څومره زیان اړولی؟

هغه خبرداری ور کړ چې که پاکستان له افغانستان سره تړلې لارې نه پرانیزي، کاربندیز به وکړي او د کوټې - چمن ترمنځ لار به تر ناڅرګندې نېټې پورې وتړي.

که څه هم د مارچ پر اوومه او اتمه د تورخم په څېر چمن لار هم یواځې د خلکو لپاره پرانیستل شوې وه، خو د سوداګرۍ لپاره تړلې وه، او د سیمې سوداګر وایي، له دې امله دوی ته ډېر اقتصادي تاوان اوښتی دی.

د لارې پر بندېدلوڅوک ډېر زیانمن شول؟

د انځور حقوق .
Image caption پاکستان یواځې د دوو ورځو لپاره له افغانستان سره لارې پرانیستې وی.

په کوټه کې د سوداګرو ټولنې مشر محمد صادق اڅکزی وایي، د لارې بندېدلو له امله تر افغانانو ډېر د چمن او نور پاکستان سوداګر ډېر تاواني شوي دي.

د هغه په خبره، دا مهال له افغانستان داسې ځانګړي شیان نه راځي، بلکې ډېر څه له پاکستان ورځي.

په کوټه کې د صنایعو او سوداګرۍ خونې مرستیال مشر اختر محمد کاکړ وایي، چې افغانستان د پاکستاني توکو تر ټولو لوی مارکېټ دی.

* په نړۍ کې عام، په افغانستان کې خام کاروبار

* د لارو تړل؛ د افغانستان زیان که پاکستان ته تاوان؟

هغه زیاتوي، چې له افغانستان څخه پاکستان ته ته لس سلنه مواد لېږدول کېږي، خو اوسني موسم کې دا کچه پنځه سلنې ته ټیټه شوې ده، مګر له پاکستان څخه افغانستان ته له ۸۵ تر ۹۰ سلنه توکي صادرېږي.

د هغه په خبره، غلې دانې، درمل او نورو ډېر توکي له پاکستان څخه افغانستان ته لېږدول کېږي.

اختر محمد کاکړ په دې باور دی، چې افغانستان د پاکستان د سبو او مېوې خورا لوی مارکېټ دی.

افغانستان د پاکستان جوړ توکو تر ټولو لوی مارکېټ

د انځور حقوق .
Image caption اختر محمد کاکړ وایي، افغانستان د پاکستان جوړ توکو لوی بازار دی.

په کوټه کې د صنایعو او سوداګرۍ خونې مرستیال مشر اختر محمد کاکړ زیاتوي، له پنجاب او سیند افغانستان ته پر چرګانو او کبانو سربېره مېوه او سابه ( مالټې، امروت، کیلې، الو، رومیان او پیاز) هم لېږدول کېږي.

د هغه په خبره، د افغانستان له لارې ځینې پاکستان جوړ توکي منځنۍ اسیا ته هم رسول کېږي.

'د لارې بندېدلو له امله د لسګونو میلیونو روپیو په ارزښت مېوه او سبزي خوسا شوې ده'.

* تورخم کې سترګو لیدلی حال

* د تورخم پر تړلې پوله د ناوې انتظار

خبری غونډې ته د ټولو ګوندونو او سوداګرو ټولنې مشر مولوي عبدالخالق وویل، چې د چمن د لکونو خلکو کاروربار پر سرحدي سوداګرۍ ولاړ دی او پر چمن سربېره اړوند سیمو کې هم کوم بل کاروبار نشته.

د چمن سوداګرو ټولنې مشر صادق اڅکزي وویل، د لارې بندېدلو له امله په زرګونو هغه خلک ډېر سخت اغېزمن شوي چې هره ورځ د کاروبار لپاره افغان بازارانو ته تلل.

د بلوچستان شپږ ولسوالۍ( چاغی، نوشکۍ، قلعه عبدالله، پشین، قلعه سیف الله او ژوب) له ډویرنډ کرښې سره پرتې دي، خو د قلعه عبدالله ولسوالۍ چمن د مرکز کوټې او کندهار ترمنځ لویه سوداګریزه لار ده.

بلوچستان له ډیورنډ کرښې سره ۱۲۵۰ کیلومتره پوله لري.

پاکستان ولې له افغانستان سره پوله وتړله؟

د انځور حقوق .
Image caption سوداګر د پاکستان پر اوړو، دارو درمل او نورو ډېرو توکو افغان بازارونه ډک دي.

د فرورۍ پر ۱۶ د پاکستان سند ایالت په سیون سیمه کې د لال شهباز قلندر زیارت کې تر ځانمرګي برید وروسته د پاکستان پوځ له افغانستان سره تر نامعلو مهال پر ډیورنډ کرښه لارې وتړلې.

د پاکستان د پوځ رسنیزې ادارې له دې پېښې وروسته یوه ټویټر پیغام کې ویلي وو، چې د امنیتي اندېښنو له کبله یې دا پرېکړه کړې ده.

د ځايي چارواکو په خبره، په هغه برید کې نږدې ۹۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ کسانو پورې ټپیان شوي وو.

اسلامي دولت نومې ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی، خو پاکستان وایي، دا برید له افغان خاورې جماعت الاحرار ډلې پلان کړی و.

د افغان امنیتي چارواکو په خبره، پاکستان له دې پېښې وروسته د ننګرهار او کونړ پر ځینې سرحدي سیمو راکټي بریدونه وکړل او هم یې د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې بمبار وکړ.

افغان حکومت د پاکستان له دغو بریدونو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د تېرې جمعې په ورځ رسمي شکایت کړی دی.

ورته مطالب