نور د عبدالله پر شخصیت او سیاسي وړتیا کلک ګوزار وکړ

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ښاغلي نور عبدالله عبدالله په خپلو سیاسي وعدو کې هم یو پاتې راغلی کس وباله او پر دې یې خواشیني څرګنده کړه چې ولسمشریزو ټاکنو کې یې له ده ملاتړ کړی و.

د بلخ والي عطا محمد نور د افغانستان د پخواني مرستیال ولسمشر قسیم فهیم یاد غونډه کې د افغان حکومت اجراییه رییس بې زړه، بې وسه او مذبذب وباله. ښاغلي نور عبدالله عبدالله په خپلو سیاسي وعدو کې یو پاتې راغلی کس وباله او پر دې یې خواشیني څرګنده کړه چې ولسمشریزو ټاکنو کې یې له ده ملاتړ کړی و.

هغه زیاته کړه، چې له دې هرڅه سره عبدالله عبدالله ځان ډېر هوښیار بولي.

* له ارګ سره د نور خبرې ''د اجراییه ریاست په استازولۍ نه دي''

* 'عطامحمد نور د ولایت له څوکۍ ګوښه کېږي'

* عطا محمد نور: د عبدالله سیاسي پرېکړو کولو پر وړتیا باور نه لرم

هغه پر عبدالله عبدالله تور ولګاوه چې د خلکو په میلیوني رایو او همکارۍ ته په چمتووالي بیا هم د دې وس او جرات نه لري چې د هغوی امنیت خوندي کړي.

د وینا پر مهال د بلخ د والي د خبرو ډېره برخه ښاغلي عبدالله ته متوجه وه چې په یوه برخه کې یې وویل "د نامرد ټک د لړم له ټک بدتر دی او د نامرده کسانو ټک هم ډېر درد لري".

د ښاغلي عبدالله دفتر تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

Image caption غونډه کې د ښاغلي نور په سلګونو پلویانو ګډون کړی و.

ښاغلي عطا وویل، دوه کاله د عبدالله په ملاتړ سره سرګردان و او زیاته یې کړه "ورته ویل مو چې ډاکټر صیب په امر او نهې کې شریک اوسه، خپل حق واخله او خپل واک ترلاسه کړه".

هغه دا هم وویل، چې له دوو کلونو وروسته یې دا پرېکړه وکړه، چې له دې ډلې سره مخه ښه وکړي او عبدالله ته یې په خطاب کې وویل: "ته د هغه څه مسوولیت په غاړه نشې اخیستلی چې ملت یې غواړي. دا وس په تا کې نشته. کله چې زموږ په میلیوني ملاتړ سره کار نشې کولی، له تاسو سره مخه ښه کوم. سیاسي لار بېلوم".

نوموړي د عبدالله سیاست دوه ګونی وباله او وروستیو ګومارنو ته په اشارې یې د عبدالله عبدالله له خوا د اداري سمون کمېسون د مشر په توګه د نادر نادري پېژندغونډه یاده کړه: " ویل یې دغه سړی(نادري) د دې دندې وړ نه دی، شپږ ورځې یې په حکومت کې کار نه دی کړی، هیڅوک یې دې دندې ته معرفي کولی نه شي، که څوک یې واستوي په خپلو ساتونکو سره یې له ادارې باسم، خو نن یې (عبدالله) پخپله معرفي کړ او ویې ويل وړ کس دی".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو کې عطامحمد نور په کلکه د ښاغلي عبدالله ملاتړی و.

د عطا نور په خبره، یواځې د اداري سمون کمېسون نه و چې ښاغلی عبدالله پکې پاتې راغلی، بلکې د دفاع وزیر او لوی څارنوال په برخه کې یې همدغه ستونزه لرله. هغه هم په داسې مهال چې ویلي یې و، دا ګومارنې ورته سرې کرښې دي.

عطا نور دا هم وویل، چې ښاغلي عبدالله په ماڼۍ کې د ځان او خپلو نږدې ملګرو د پاتېدلو لپاره د نورو پښې نیولې دي او جوړ جاړی یې کړی دی.

نوموړي خپلو پلویانو ته وویل، چې ډګر ته به ووځي، د برېښنایي تذکرې، ټاکنیز نظام د سمون، لویې جرګې جوړېدلو او ملي وحدت حکومت په هکله به جوړ جاړی ونه کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption عبدالله عبدالله دفتر د عطا نور د خبرو په تړاو ځان چوپ کړی دی.

د نوموړي دا څرګندونې له هغه وروسته دي چې تېره میاشت د ولسمشر غني په امر د بلخ والي وګومارل شو.

نوموړی له تېرو ولسمشرۍ ټاکنو راهیسې د دغه ولایت سرپرست و، خو په تېرو میاشتو کې له ولسمشر غني سره تر خبرو وروسته په دې دنده وګومارل شو.

ورته مطالب