عطامحمد نور د عبدالله پر شخصیت او سیاسي وړتیا کلک ګوزار وکړ
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

نور: عبدالله باید له خپلو ملګرو او افغان ملت بخښنه وغواړي

د بلخ والي عطا محمد نور د افغانستان د پخواني مرستیال ولسمشر قسیم فهیم یاد غونډه کې د افغان حکومت اجراییه رییس بې زړه، بې وسه او مذبذب وباله.

ښاغلي نور عبدالله عبدالله په خپلو سیاسي وعدو کې یو پاتې راغلی کس وباله او پر دې یې خواشیني څرګنده کړه چې ولسمشریزو ټاکنو کې یې له ده ملاتړ کړی و.