لندن کې د افغان او پاکستاني چارواکو غونډه

سرتاج عزیز او حنیف اتمر د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ملي امنیت سلاکارانو په کچه دغه خبرې د بریتانیا په کوربتوب کېږي

افغان او پاکستاني چارواکي د اوسني ترینګلي حالت له منځه وړلو لپاره د چهارشنبې پر ورځ لندن کې خبرې کوي.

د چارشنبې په ورځ (مارچ ۱۵ ) به د دغې غونډې کوربتوب بریتانیا کوي او ویل کېږي، چې د ملي امنیت لپاره به د افغان ولسمشر سلاکار محمدحنیف اتمر، پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال، بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز او د بریتانیا ملي امنیت سلاکار مارک لایل ګرانټ به خبرو کې ګډون وکړي.

د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ بي بي سي ته وویل ''په دغه غوڼده کې افغان او پاکستاني چارواکي د افغانستان او سیمې امنیتي وضیعت، په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي سیاسي کړکېچ د حل لارو په اړه خبرې کوي. ''

د پاکستان لپاره د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال په دې اړه وايي:

''زه او محمدحنیف اتمر به د بریتانیا په کوربتوب دغو خبرو کې ګډون وکړو. ''

نوموړی وايي، د پاکستان له لوري به دغو خبرو کې سرتاج عزیز او د بریتانیا له لوري به د دغه هېواد د ملي امنیت سلاکار مارک لایل ګرانټ خبرو کې ګډون وکړي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ ټولې لارې بېرته تړل شوې دي

پر پاکستاني ځواکونو له برید وروسته تورخم لار وتړل شوه

زاخېلوال: پاکستان له چارشنبې د لارو پرانیستلو ژمنه کړې

د بریتانیا بهرنیو چارو وزارت چارواکو له بي بي سي سره خبرو کې دغه خبرې تایید کړې، خو دوی په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړی.

بل لور ته لندن کې د پاکستان سفارت د دغو خبرو پخلی کړی دی. د پاکستان دغه دیپلوماتیکه سرچینه وايي، سرتاج عزیز به د چهارشنبې پر ورځ دغو خبرو کې د ګډون لپاره لندن ته ورسېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان کې له خونړیو بریدونو وروسته دغه هېواد له افغانستان سره د تګ راتګ ټولې لارې وتړلې

افغان چارواکي وايي، خبرې به د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره د افغانستان او پاکستان پر ګډه تګلاره، خپل منځي اړیکو کې د اوسني تاوتریخوالي له منځه وړلو او د افغانستان او پاکستان تر منځ د تګ راتګ لارو تړل کېدو په اړه وي.

په پام کې ده له دې غونډې وروسته ښاغلي اتمر د روسیې له سیاسي او امنیتي چاراکو سره د خبرو په موخه دغه هېواد ته سفر وکړي.

دغه خبرې داسې مهال کېږي، چې پاکستان دا وروستیو کې لاهور او سیهون کې له ځانمرګي او بمي بریدونو وروسته له افغانستان سره د تګ راتګ ټولې لارې وتړلې.

د هغو بریدونو پړه پاکستاني سخت دریځو وسله والو منلې وه، خو پاکستاني چارواکي ادعا کوي، چې دغه ډلې له افغانستانه فعالیتونه کوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب