افغانستان ملگرو ملتونو ته "د قبايلي سيمو په تړاو شکايت کړى"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان د قومونو او قبایلو چار سمبالی وزیر عبدالغفور لیوال وايي کابل به په دې تړاو غلی پاتې نه شي او د فاټا له منځه وړل د قبایلو خپلواکي اخیستل دي چې پاکستان یې په ناقانونه ډول کوي.

افغانستان د ډیورنډ کرښې په تړاو په کمساري ډول غبرګون وښود او په قبایلي سیمو کې د پاکستان لاسوهنې یې د بریتانوي هند او افغانستان ترمنځ د شویو هوکړو خلاف عمل بللی چې وايي، پاکستان په سپین سترګۍ په ډیورنډ کرښې دواړو غاړو کې خلک ځوروي او پوځي خوځښتونه کوي.

د افغانستان د قومونو او قبایلو چار سمبالی وزیر عبدالغفور لیوال وايي کابل به په دې تړاو غلی پاتې نه شي او د فاټا له منځه وړل د قبایلو خپلواکي اخیستل دي چې پاکستان یې په ناقانونه ډول کوي.

دغه افغان وزیر خبریالانو وپوښته چې ډیورنډ کرښه ولې د ټول افغانستان د قرباني کېدولامل شي، د ښاغلي لیوال ځواب دا و چې حکومتونه هېڅکله ددغو سیمو په تړاو پریکړې نه شي کولی "دا یوازې د یوې عادې کرښې خبره نه ده د هدیرې خبره ده د کور او حجرې خبره ده، د ورور او ورور خبره ده حکومتونه د چا ددغه ډول ارزښتونو د اړولو واک نه لري".

افغان حکومت پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني پوځ هر ډول خوځښتونه د هغو اسنادو او هوکړه لیکونو سرغړونه یادوي چې د افغانستان او بریتانوي هند ترمنځ په دغه کرښه شوي.

پاکستان پر ډیورنډ کرښه ازغن تار او کټاره لګوي

قبایل: پاکستان دې زموږ پر تګ راتګ بندیز نه لګوي

د پاکستان خبرداری: قبایل له ویزې پرته افغانستان ته نشي تللی

وايي پاکستان پر ډیورنډ کرښه مېشت خلک بې کوره کړي خپل سري عملیات کوي او په یو ډول نه یو ډول قبایل قومونه ځوروي څه چې کابل ته دزغم نه دي:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستاني امنیتي چارواکو له سرغړوونکو سره د سخت قانوني چلند خبره کړې ده.

"له ترهګرۍ سره د جګړې په نوم پوځونو دغه سیمې لاندې کړې چې په ټول تاریخ کې دومره پراخ پوځي حضور دغلته نه ولیدل شي ځکه چې د سیمې خلکو په ټولې سنګینۍ سره هېڅکله د پوځونو حضور ته اجازه نه ورکوله دا د افغانستان لپاره د اندېښنې وړ خبره ده."

له ۲۰۱۲ کال راهسې پاکستاني ځواکونو په کرښه د کونړ، ننګرهار، مهمندو او باجوړ په ګډون په ډېرو مېشت ځایونو کې په دې پلمه چې ګواکې د پاکستان ضد اورپکې پکې فعال دي د ژوند پخوانۍ بڼه بدله کړه او د سیمو خلک یا د افغانستان او یاهم د پاکستان لویو ښارونو ته وکوچېدل.

د تک راتګ هغه لارې چې د قبایلو کورنیو پرې تګ راتګ درلود تر ډېره د وسله والو ډلو په واک کې شوې، د کونړ د غاښي، ناوه پاس د مهمندو شونکړۍ، د ګوشتې په انارګي کې د خوست او پکتیکا په ځینو کنډونو تګ راتګ د وسله والو له وېرې بیخي په ټپه ودرېد.

د کرښې په دواړو غاړو کې د ګڼو کلیو خالي کول او خلک له سیمو شړل هغه څه دي چې ډېر وخت پرې د کابل واکمنو غبرګون نه درلوده، خو اوس د افغان چارواکو دریځ دا دی چې د پاکستان دغه کړنه سیمه د ترهګرۍ او تندلارۍ پر ځالو بدلول دي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې مخکښ ملتپال سیاستوال او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر، محمود خان اڅکزی وايي د قبایلي سیمو د راتلونکي حکومتي او سیاسي نظام د بدلون په اړه باید د قبایلي سیمو د اوسېدونکو نظر وپوښتل شي.

ښاغلي لیوال د فاټا یا قبایلي دودیز سیستم په خیبر پښتونخوا ور ګډول د خلکو له ارادې سره لوبه وبلله داسې، که پاکستان هم په دې اړه قومونه او پر کرښه مېشتې پرګنۍ نه دي پوښتلې او غواړي د قبایلو خپلواکي په لوی لاس واخلي.

له بي بي سي سره په خبرو کې د حکومت دغه وزیر وویل افغانستان د قبایلو په اړونده مسلو کې غلی نه پاتې کیږي ځکه خو یې پر پاکستان ملګرو ملتو نو ته کړي شکایت کې هم یوه مهمه برخه دا ځای کړې چې پاکستان د قبایلو او ډیورنډ کرښې په تړاو د بریتانوي هند او افغانستان ترمنځ له ټولو اسنادو او نقشو سرغړونه کړې:

"د افغانستان حکومت بې تفاوته نه دی جداً اقدامات کوي یوازې غږ پورته کول بسنه نه کوي سلګونه ځل تماسونه شوي ډیپلوماټان غوښتل شوي او دا وروستۍ قضیه هم په نړیواله کچه بې سابقې ده، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته د افغانستان له جانب نه رسماً احتجاج او شکایت شوی دی."

قبایلو پاکستاني حکومت ته له وسلو سپارلو انکار وکړ

د قبایلو جرګه: په خپله خاوره خپل واک غواړو

کابل له هغو نیوکو وروسته دا ډول تند غبرګون ښيي چې د فاټا په تړاو د اسلام اباد پر پرېکړه ورباندې کېدې چې ګواکې خپل رول ته یې شا کړې.

د فاټا په اړه د پښتونخوا یوشمېر سیاستوال هم کټ مټ د کابل په څېر دریځ لري. تېره اونۍ د پښتنو یو ملتپال مشر محمد خان اڅکزي ویلي وو، له خیبر پښتونخوا سره د قبایلو سیمو یوځای کول د پاکستاني حکومت واک نه دی، بلکې له قبایلو دې پوښتنه وشي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
قبایل

ورته مطالب