ننګرهار کې د کورنیو لبنیاتو غوړېدونکی بازار

Image caption غوا لرونکي خپلې شیدې ځاي مرکز ته را وړي.

په شنه سهار د ننګرهار د بهسود ولسوالۍ په یوه کلي کي خلک د شیدو ډکو ژیړ رنګو بوشکو سره راټول دي چې هم د دوی ښه شي او هم په خپله سیمه کې د لبنیاتو اړتیا پوره شي.

کلیوال د خپلو څارویو شېدې چې یې له خپلو خوړو یي ډيري شي د پلور لپاره د شیدو ټولولو مرکز ته راوړي.

د خلکو باور دا دی چې دا د کلیوالو اقتصاد پیاوړی کوي او هم د ځان بسیاینې لار لنډوي.

* ننګرهار کې لبنيات

* یوه مېښه په دوه نیم میلیون کلدارو وپلورل شوه

د بهسودو یو اوسیدونکی غلام حضرت وايي، دې کار ډیره ګټه ور ته کړې ده.

: (( پخوا مو چې غواوې ساتلې ډیره فایده پکې نه وه اوس دا ډير ښه سیستم جوړ شوی. دغلته شیدې راوړو خرڅوو یې، غواوې هم پرې ساتو کور ته هم یوه څه اخیستی شو. دا ډیر ښه کار دی او زموږ په ګټه دی.))

کلیوالې میرمنې چې د کور په اقتصاد کې یې رول ډیر دی اوس دا فکر ورته پیدا شوی چې د خپلو څارویو ښه پالنه وکړي حبیبه د بهسودو یوه اوسیدونکې وايي، له روزنې وروسته په دې هم پوه شوه چې د کور میرمن خپل څاروي څنګه سمبال کړي.

((موږ د خپلو غواوو په قدر نه پوهیدو یو وخت به مو واښه ورکړل بیا به یې په کیسه کې نه و. خو کله چې موږ ته درسونه راکړل شول موږ ته یې وویل چې غواوې ډیره ګټه در رسولی شي، د غوا له غوښې، شیدو، پوستکي او هرڅه نه کار اخیستل کیږي. نو غواوې مو سمې ساتئ.))

Image caption شیدې ټولوونکی او د هغو د محصولاتو وېشونکی موټر.

له کلیو او بانډو راټولې شوې شیدې د جلال اباد ښار په هډې فارم کې د لبنیاتو چاڼځي یا د پروسس فابریکې ته وړل کیږي چې تولید شوي محصولات یې پر ننګرهار سربیره نورو ختیزو ولایتونو ته هم لیږي. نو چې څومره له شیدو ډک لوښي ډیر وي تولید هم ورسره زیاتیږي.

له شاوخوا دوه زره کورونو راټوالې شوې شیدې کارځی ته د پروسس لپاره راوړ کیږي. چې شید، مستې، تروې، کوچ، پنیر، چکه او داسې نور توکي ترې جوړیږي او بیا بازار ته وړاندې کیږي. نو نه یواځې هغو دو زره کورنیو ته په کورنو کې د ګتې زمینه برابره شوي، بلکې په کارځی کې هم لسګونه کسانو ته کار پیدا شوی.

* غواګانې له انټرنېټ سره ونښلول شوې

* بڼوالي له اوږده ژوند سره اړېکه لري

لویه برخه لبنیات په کور د ننه تولیدیږي. خو لا هم افغان بازارونه له ایرانې او پاکستانې لبنیاتو ډک دي.

تولیدونکې وايي د بهرنیو لبنیاتو د ډیر عمر له امله ورسره سیالۍ نشي کولی، ځکه د افغاني هغو ساتل ګران دي خو ښه یې دا ده چې کیماوي توکي پکې نه کارول کیږي او روغتیا ته زیان نه رسوي. د فابریکې یو مسول خالد خان وايي:

(( د دې لپاره چې موږ د پاکستان، ایران او داسې نورو هېوادونو له توکو سره سیالي وکړو نو دولت باید زموږ سره مرسته وکړي او په بهرنیو لبنیاتو ټکس ولګوي چې د هغو بیه زموږ له محصولاتو لوړه شي نو خلک به هم خپل توکې اخلي.))

Image caption له شیدو، مستې، تروې، کوچ، پنېر او نور محصولات جوړېږي.

د سوداګرۍ خونه په هېواد کې د لبنیاتو راتلونکی ښه ویني. د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړی نظام الدین تاجزاده وايي، اوس په نږدې ټول هیواد کې شاوخوا د لبنیاتو د تولید شپیته فابریکې شته.

(( څرنګه چې افغانستان یو زراعتي او مالداري هیواد دی او خوش بختانه دې برخو ته پام هم کیږي. اوس زموږ د لبنیاتو مصرف هم ډیر شوی او له دې اړه موز شاوخوا شپيته سلنه په ځان بسیا شوي یو.))

په افغانستان کې د کلیوالو اقتصادي ژوند تر ډیره په مالدارۍ ولاړ دی.

د افغانستان په ډیر ولایتونو کې د مالدارۍ ګڼ فارمونه شته. شاوخوا څلور میلیونه غواګانې او نږدې شل میلیونه وزې او مېږې لري. خو په منظم ډول ترې ګټه اخیستل او وده به یې د لبنیاتو تولید لاپسې ډیر کړي او موده غواړي چې د لبنیاتو له اړخه به افغان بازارونه نورو ته اړ پاتې نه وي.

Image caption په ننګرهار کې د غواوو څو فارمونه هم شته.

اړونده مطالب