غني: عدلي او قضايي ادارې باید کاري چارې کمپيوټري کړي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ولسمشر غني اصلي ټينګار د افغانستان د قضايي نظام د کار پر خپلواکۍ و

افغان ولسمشر د هېواد له عدلي او قضايي ادارو غواړي چې له دې وروسته دې خپلې کاري چارې کمپيوټري کړي.

ولسمشر محمد اشرف غني چې د قاضيانو او څارنوالانو غونډې ته خبرې کولې د دغه کار موخه د عدلي او قضايي ارګانونو پر کار د خلکو د باور راټولول او روڼتيا وبلله.

د افغانستان عدلي او قضايي نظام د فساد او بډو له امله په کور دننه او بهر له سختو نيوکو سره مخامخ دی.

غني: په اعدام د محکومو مخالفو بندیانو دوسیې دې نهايي شي

لويه څارنوالي پر ښځينه بنديانو د جنسي تېريو تورونه ارزوي

د قاضيانو او څارنوالانو په دې غونډه کې چې په ارګ جوړه شوې وه د ولسمشر اصلي ټينګار د افغانستان د قضايي نظام د کار پر خپلواکۍ و.

ولسمشر غني وویل، نه خپله په قضايي چارو کې د لاسوهنې اجازه لري او نه هم بل چا ته ددې کار اجازه ورکوي.

ښاغلي غني وويل، خلک له هغه عدالت غواړي او د هغه په اند عدالت هغه مهال پلی کېږي چې په عدلي او قضايي ارګانونو کې د دوسيو د څېړنې او څارنې بهیر روڼ وي او ټول ورته لاسرسی ولري.

''لازمه ده چې دا ټولې ادارې خپل کاري بهير کمپيوټري کړي، تر څو هم خلک او هم اړوند دولتي مراجع له اوله تر آخره د هرې دوسيې د څارنې امکان ولري. که چېرته ستونزې جوړېږي، ملامت اړخ به په آسانۍ د پېژندنې او څارنې وړ وي.

دغه راز دې د قضايي ادارو او فیصلو يو کارند ډېټابېس هم رامنځته شي څو روڼتيا هم په بېلابېلو سويو او برخو کې تضمين شي او هم قضايي تجربه د تدوين او ساتنې وړ کړي ''

د افغانستان ستره محکمه وايي، د محکمو د کار چټکوالی او ساده کېدل په ياد ارګانونو کې د سمونونو مهمه برخه ده، چې د فساد او بډو اخيستو له کمولو سره هم مرسته کوي.

منتقدین وايي، د افغانستان په قضايي ارګانونو کې د فساد شتون د دې لامل کېږي چې د قضايي دوسيو لازمه څېړنه ونه شي او بالاخره هغه کسان چې په سترو جرمونو کې ښکېل دي د بډو په ورکړې او يا هم له قضايي چارواکو سره له اړيکو په ناوړې استفادې له مجازاتو وتښتي.

د افغانستان د قضايي نظام د کار ډول د اسنادو او لاسوندونو د راټولولو هماغه پخوانی ليکلی ډول دی او ډېرو د ګوتو په شمېر دوسيو کې ډیجټلي کارندوالی په پام کې نيول کېږي.

داسې رپوټونه هم شته چې ځینې وخت دا اسناد له څارنواليو او محکمو څخه پټېږي يا پېرل کېږي او کله هم د اورپکو په بريدونو کې له منځه ځي.

اوس هڅه داده چې افغانستان په دې ادارو کې په يوه واحد او د لاسرسي وړ ډېجېټلي سيستم مجهز شي. هغه چاره چې پرېکندوالي او نوښت ته اړتيا لري.

د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلي غني وويل، خلک له هغه عدالت غواړي او د هغه په اند عدالت هغه مهال پلی کېږي چې په عدلي او قضايي ارګانونو کې د دوسيو د څېړنې او څارنې بهیر روڼ وي

ولسمشر غني وايي، له هغو کسانو سره چې په کار کې يې ناغېړي کړې سخت چلند کوي:

''زه غواړم روښانه څلور مياشتني جدولونه راته وړاندې شي او هر کس چې ناغېړي کړې وي نور په عدلي او قضايي دستګاه کې ورته ځای نه لرو. او هغه برخو چې په عدليه وزارت کې د حقوقو په برخه کې ناغېړي کړې، ښاغلی وزیر! له کاره به لېرې کېږي او بنسټیز سمونونه راځي، نن ورځ د عدالت د رکود یو مهم لامل د حقوقو اداره ده چې دا موږ ته د منلو وړ نه ده ''

افغانستان له فساد سره د مبارزې په برخه کې تر اوسه د خلکو او نړيوالې ټولنې باور نه دی خپل کړی.

دا هېواد لا هم په نړۍ کې د لسو فاسدو هېوادونو په کتار کې دی. خو افغان حکومت وايي په دې برخه کې يې جدي ګامونه اخيستي او په عدلي او قضايي نظام کې د بنسټيزو سمونونو په حال کې دی.

ورته مطالب