ملي امنیت: جلال اباد کې له خصوصي ښوونځي نه سپکې او درنې وسلې نیول شوې

د انځور حقوق NDS
Image caption په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه وسلې د جلال اباد ښار دویمې ناحیې له یوه خصوصي ښوونځي نه تر لاسه شوې دي.

د افغانستان ملي امنیت اداره وايي، د جلال اباد له یوه خصوصي ښوونځي کې یې یو شمېر سپکې او درنې وسلې، د ګاډو جعلي نمبر پلیټونه او نغد ډالر نیولي، چې وايي د ترهګریزو بریدونو لپاره ساتل شوي وو.

د افغانستان ملي امنیت ادارې چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت مرکزي ښار جلال اباد کې یې یو شمېر سپکې او درنې وسلې نیولې، چې په یوه خصوصي ښوونځي کې ځای پر ځای شوې وې.

'د کندهار چاودنې په تړاو ۲۰ کسان نیول شوي'

ننګرهار کې درېیو پرلپسې چاودنو پنځه کسان وژلي

د ملي امنيت ادارې په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه وسلې د جلال اباد ښار دویمې ناحیې له یوه خصوصي ښوونځي نه تر لاسه شوې دي.

د انځور حقوق NDS
Image caption داسې جعلي نمبر پلیټونه هم نیول شوي، چې د ولسي او مشرانو جرګو د غړو ګاډو ته لګول کېږي

په یوه ویډیويي کلیپ کې راکټ لانچرونه، دهشکې، کلاشنکوفونه، کېمرې او نورې سپکې وسلې لیدل کېږي، چې د چارواکو په خبره له ۱۱۰ زره ډالرو سره یو ځای له دغې پټې زېرمې نیول شوي دي.

اعلامیه کې د ښوونځي نوم نه دی یاد شوی خو ویل شوي، چې په دې تړاو دوه کسان نیول شوي دي. اعلامیه زیاتوي دغه وسلې په سیمه کې د ترهګریزو بریدونو تر سره کولو په موخه ځای پر ځای شوې وې.

ورته مطالب