امریکا افغانانو ته د کډوالۍ ځانګړې وېزې ځنډولې

Image caption په کابل کې د امریکا د سفارت مرستیالې کونسلې کیټ بارتلټ بي بي سي ته وویل: ''موږ د ویزو د ورکړې لپاره نوې مرکې کول ځنډولي دي، تر هغه چې د کنګرې له خوا نورې ویزې ځانګړې شوژې نه وي ، موږ پلان نه لرو چې دغه بهیر له سره پیل کړو.''

د امریکا دولت تر راتلونکو دوه نیمو میاشتو په افغانستان کې د کډوالۍ د ځانګړې ویزې یا ایس. ای. وي پروګرام ځنډوي.

د دغه پروګرام له لارې کابو ۴۰ زره افغانانو چې د امریکا له دولت سره یې کار کړی، ویزې ترلاسه کړي او امریکا ته کډه شوي دي.

د دغه پروګرام بیا پیل د امریکا د کنګرې تایید ته اړتیا لري.

زموږ خبریال سید ولي ناصر وايي، دمګړۍ د زرګونو افغان ویزه غوښتونکو برخلیک د کنګرې پر پرېکړې تړلی دی.

د امریکا یوه فدرال قاضي د ټرمپ د کډوالۍ تازه امر ځنډولی

خان (مستعار نوم) څو کلونه په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره د ژباړن او اداري په توګه کار کړی دی.

خان چې د ویزې د ترلاسه کولو چاره یې تر یوه ځایه پر مخ تللې وه، د امریکا د دولت وروستي تصمیم ناهیلی کړی دی:

''په لوګر ولایت کې څوک له امریکایانو سره د کار کولو جرات نه کوي. که وسله وال مخالفان پوه شي چې څوک له امریکایانو سره کار کوي، هغه وژني.

د SIV ویزو له لاري ډېر افغانان امریکا ته تللي دي. که نور افغانان له امریکايانو سره کار نه وکړي، سمه ده، خو هغوی چې له امریکایانو سره کار کوي، وضعیت ورته تر پخوا خراب دی.''

یوازې خان نه دی چې په امریکا کې د هوسا ژوند هیله یې د امریکا د نوي حکومت پرېکړو تروړلې، دمګړۍ تر پنځلس زرو ډېر افغانان د امریکا د ایس.ای.وي ویزو ترلاسه کولو په هیله دي.

Image caption خان (مستعار نوم) څو کلونه په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره د ژباړن او اداري په توګه کار کړی دی.

په تېره یوه لسیزه کې تر ۳۸ زره ډېر افغانان د امریکا د کډوالۍ د ځانګړو ویزو له لارې دغه هېواد ته تللي دي. یوازې تېر کال له دغې لارې ۱۲ افغانان امریکا ته کډه شوي دي.

یاد کسان هغوی وو چې په افغانستان کې یې له بهرنیو ځواکونو سره اوږه په اوږه دنده پر مخ وړې، د امتیازونو یاد بهیر د بندېدو په درشل کې دی، خو جګړه لا هم روانه ده.

سید منصور چې مخکې یې ویزه صادره شوې، راتلونکې اونۍ به کابل پرېږدي. که څه هم هغه امریکا ته د کډوالۍ د ځانګړې ویزې په وسیله د وسله والو له شونو ګواښونو تښتي، خو امریکا ته هم له پنډ اندېښنو سره روان دی:

''زه پوهېږم چې په امریکا کې به وړ دنده په لاس را نه شي، اقتصادي ستونزې به وي، خو زه یوازې د دې لپاره ځم چې هلته خوندي یم. دا چې له امریکایانو سره مې کار کړی، په افغانستان کې ځان امن نه احساسوم.''

په کابل کې د امریکا له سفارته د ایس. ای. وي ویزو غوښتنې زیاتې شوې دي، د ویزو د ورکړې په یاده امتیازي کڅوره کې ټولټال ۱۴۳۷ ویزې پاتې دي، خو هغوی چې د ویزو لپاره یې غوښتنلیکونه ور کړي، شمېر ۱۵ زرو کسانو ته رسيږي.

امریکا تر راتلونکو دوه نیمو میاشتو له ویزه غوښتونکو سره مرکې کوي او بس.

د امریکا یوه قاضي د ټرمپ د کډوالۍ فرمان پلي کول درولي

په کابل کې د امریکا د سفارت مرستیالې کونسلې کیټ بارتلټ بي بي سي ته وویل: ''موږ د ویزو د ورکړې لپاره نوې مرکې کول ځنډولي دي، تر هغه چې د کنګرې له خوا نورې ویزې ځانګړې شوژې نه وي، موږ پلان نه لرو چې دغه بهیر له سره پیل کړو.''

امریکا ته د کډوالۍ د ځانګړو ویزو له غوښتونکو سره د مرکو د ځنډ پر چاره ډېرې نیوکې هم شوي دي.

Image caption سید منصور چې مخکې یې ویزه صادره شوې، راتلونکې اونۍ به کابل پرېږدي. که څه هم هغه امریکا ته د کډوالۍ د ځانګړې ویزې په وسیله د وسله والو له شونو ګواښونو تښتي، خو امریکا ته هم له پنډ اندېښنو سره روان دی:

د امریکا د سنا جرګې د وسله والو ځواکونو کمېټې مشر جان مکین وايي، افغانانو ته د ځانګړې ویزو د تمدید په پار کنګرې ته د نوې لایحې د وړاندې کولو په لټه کې دی.

هغه څه چې له امریکایانو سره د کړي ماموریت پر سر له وطنه په تېښته ځوانان پکې ګړۍ په ګړۍ د خپل راتلونکي سپین او تور لیدای شي.

امریکا ته د اوو هېوادونو پر وګړو د تګ بندیز "لیرې شو"

ورته مطالب