د لندن درې اړخیزه ناسته کې بحثونه پر څه وو؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان له لوري د ملي امنیت برخه کې د ولسمشر سلاکار محمد حنیف اتمر دغه غونډه کې ګډون درلود

وروسته له هغه چې دافغانستان او پاکستان ترمنځ په دې وروستیو کې اړېکي خړ پړ شول، دا لومړی ځل دی چې د دغو د دواړو هېوادونو لوړ پوړيو استازو د اړیکو د بېرته عادي کېدو لپاره لندن کې مخامخ خبرې وکړې.

له غونډې مخکې اټکل دا کېده چې د دې ناستې د بحث اصلي موضوع به د دغو دواړو هېوادونو ترمنځه دتړل شویو لارو پرانیستل وي، خو یوې سرچینې ویلي، دواړو لوریو تر ډېره خپلې خبرې پر هغو لیستونو ورټولې ساتلې چې کابل او اسلام اباد په دې وروستیو کې یو بل ته سپارلې دي.

افغانستان پاکستان ته د ۸۵ 'ترهګرو' نوملړ ورکړی

پاکستان پر ډیورنډ کرښه ازغن تار او کټاره لګوي

''که پاکستان د افغانستان ملي حاکمیت ومني، د افغانستان ۷۰ فیصده شخړې کراریږي''

تېره میاشت د پاکستان په سند ایالت کې پر یوه زیارت له ځانمرګی برید وروسته، اسلام اباد افغانستان ته د داسې ۷۵ کسانو نوملړ ورکړ چې د دوی په باور ترهګر دي او افغانستان کې پټ شوې دي.

له هغه برید وروسته، پاکستان سملاسي د ډېورنډ پر کرښې له افغانستان سره ټولې دروازې په دې پلمه وتړلې چې ګڼې اورپکې ور اوړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستاني لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز د پاکستان له لوري غونډه کې ګډون کړی و

افغانستان هم ورته اقدام وکړ او د ترهګریزو روزنو ۳۲ مرکزونو نوملړ یې اسلام اباد ته وسپاره چې په وینا یې د پاکستان په خاوره کې دي او د افغانستان پرضد فعالیت کوي.

د یوې سرچینې په وینا، د تېرې شپې په نږدې شپږ ساعته درې اړخیزه ناسته کې تر ډېره بحث پر دې کېده چې څرنګه دواړه هېوادونه د اورپکۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې مشترکه تګلاره رامنځته کړي.

په دغه ناست کې د کابل په اسازیتوب د ملي امنیت برخه کې د افغان ولسمشر سلاکار محمد حنیف اتمر او په اسلام اباد کې افغان سفیر عمر زاخېلوال ګډون درلود او دغه راز د پاکستان په استازیتوب بیا دې غونډې کې د لومړي وزیر د بهرنۍ تګلارې سلاکار سرتاج عزیز ګډون کړی و.

د بریتانیا له لوري د دغه هېواد د لومړۍ وزیرې د ملي امنیت سلاکار مارک لېل ګرېنټ برخه درلوده. نوموړی پخوا په اسلام اباد کې د بریتانیا عالي کمیشنر هم پاتې شوی.

په دغه ناسته کې ټینګار پر دې هم کېده چې افغانستان او پاکستان دواړه دې د هغو کسانو او مرکزونو پر وړاندې جدي مبارزه وکړي چې کابل او اسلام اباد یو بل ته سپارلې دي او د همدې موخې لپاره به دغه ډول درې اړخیزې غونډې په راتلونکې کې هم روانې وي.

د نورو خبرو ترڅنګ، په غونډه کې د ډېورنډ پر کرښه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تړلو شویو دروازو په بیرته پرانیستو هم خبرې شوې، خو د پاکستان له خوا په روښانه ټکو نه دي ویل شوي چې کله به د تګ راتګ لارې پرانیزي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سند او پنجاب ایالتونو کې له خونړیو بریدونو وروسته پاکستان له افغانستان سره د تګ راتګ ټولې لارې وتړلې

د افغانستان حکومت له دې ناستې وړاندې هم د لارو دپرانیستو غوښتنه کړې وه، خو د پاکستان له لوري روښانه څراغ نه دی ښوول شوی.

هغه خبرپاڼه کې چې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼې خپره کړې، دغه درې اړخیزه ناسته د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو دبېرته ښه کېدو لپاره مثبته بلل شوې خو نور جزیات په کې نه دي ورکړل شوي.

په اسلام اباد کې دافغانستان سفیر چې د دغې غونډې ګډونوال و، هم ویلې له پاکستاني لوري سره یې ناسته ګټوره وه، خو وايي پایلې به یې هغه وخت بریالی وي چې په کې شوې ژمنې پلې شي.

ورته مطالب