خوست کې موټربم یو سرتيری وواژه او "۱۰" یې ټپیان کړل

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption برید سهار شپږ بجې شوی دی.

په خوست کې افغان امنیتي ځواکونه وایي، د دغه ولایت د صبریو ولسوالۍ په یعقوبیو بازار کې سهار شپږ بجې د افغان امنیتي ځواکونو پر مرکز موټر بم چاودنه شوې ده.

په سیمه کې افغان چارواکي وایي، موټربم مرکز ته تر رسېدلو مخکې د افغان ځواکونو په ډزو چاودلی دی.

په خوست کې د افغان امنیتي ځواکونو د قول ا ردو له دفتر په خپره شوې بیانیه کې راغلي، چې په دې پېښه کې یو افغان سرتېری وژل شوی او پنځه ټپیان شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې له موټربم چاودنې وروسته دریو وسلوالو پر مرکز برید کړی، خو د افغان ځواکونو په ځوابي حمله کې وژل شوي دي.

خو د صبریو ولسوال اکبر ځدراڼ وايي، په پېښه کې یو افغان سرتېری وژل شوی او لس نور ټپیان دي.

نوموړی وایي، د پېښې له ځای سره یوه مدرسه او ښوونځی هم ډېر ویجاړ شوي دي.

* خوست کې د ولور لږولو لپاره د قومي مشرانو پرېکړه

* خوست کې د فوټبال ۱۵ لوبډلو ترمنځ سيالۍ پيل شوې

په دې برید کې د څلورو ماشومانو د ټپي کېدله خبره هم کېږي.

د چاودنې غږ په علي شېر ولسوالۍ کې اورېدل شوی دی او شاخوا سیمو کې یې د کورونو شیشې ماتې کړې دي.

وسلوالو طالبانو د دې برید مسوولیت منلی او وايي، ګڼو افغان سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

خوست له نږدې تېرو دوو کلونو راهیسې ارام و، خو وروستۍ چاودنې خلک اندېښمن کړي دي.

نږدې شپږ ورځې مخکې هم په دغه ولایت کې د امریکايي ځواکونو پر اډه برید شوی و.